طالبانوپه نورستان کې خپل ۶ ملګري د جاسوسۍ په تور له منځه وړي
وسله والو طالبانو په نورستان ولایت کې افغان حکومت ته د جاسوسي په تور خپل شپږ ملګري وژلي دي
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ویلي، چې وسله والو طالبانو دغه کسان تېره ورځ ناوخته په کامدیش ولسوالۍ کې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه د وسله والو طالبانو ترمنځ د موجوده اختلافاتو له امله شوې ده.
د یادودنې وړ ده چې څه موده مخکې هم وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپل دوه ملګري دولت ته د جاسوسي په تور وژلي وو، وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.