حامد کرزي ویلي، دا به د ده او افغانستان لپاره تېروتنه وي چې که يو ځل بيا د افغانستان سياست ته مخه وکړي.
مخکني ولسمشر ويلي: ((موږ په افغانستان کې نوى ځوان نسل لرو، موږ بايد د هغوى له منځه نوي ولسمشران ولرو.))
کرزى وايي، د اساسي قانون له مخې بايد سياسي پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي، نه دا چې دا پروسه له رکود سره مخ شي.
ده زياته کړې: ((سياست ته زما ستنېدل به د افغانستان سياسي پروسه له رکود سره مخ کړي او دغه کار د افغانستان لپاره ښه نه دى.))
کرزي د امريکايي چارواکو او استخباراتي سرچينو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دى د يو ډول رواني ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دى.
دى وايي: ((امريکايان په غلطه وو.))
هغه زياته کړې چې دا د امريکايانو له خوا زما پر ضد د پروپاګند يوه بېلګه ده، دوى غوښتل چې دريځ مې زيانمن او کمزورى کړي.
خو حامد کرزي ويلي چې د امريکايانو دا ډول هڅې په افغانستان کې برعکس اغېزې درلودې.
دى وايي: ((څومره چې امريکايانو زما پر ضد تبليغات او بريدونه کول هغومره به افغانانو له ما سره مينه زياتوله.))
په دې مرکه کې حامد کرزي له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په مهالوېش کې له شوي بدلون سره هم مخالفت څرګند کړى دى.
هغه د داعش په اړه هم خبرې کړې او دا يې په اوږودمهال کې د افغانستان لپاره ګواښ بللى، خو زياته کړې يې ده چې اوس په افغانستان کې داعش نشته.
حامد کرزي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پيل شوې جګړه هم ناکامه بللې ده.