د ولسي جرګې پر غړي«ګل پاچا مجیدی» ځانمرګی برید شوی
دکابل په شاه شهید کې دولسي جرګې پر غړي ګل پاچا مجیدي په ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي
د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند په شاه شهيد سيمه کې ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې درې تنه وژل شوي اود ولسي جرګې غړي«کل پاچا مجیدي» په ګډون اته تنه نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ شمېرې عمومي رييس مل پاسوال همايون عيني، ویلي، چې دغه پېښه نن ماښام شاوخوا شپږنيمې بجې، هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د سيمې له يوه جومات څخه د ماښام له لمانځه وروسته خلک د راوتلو په حال کې وو.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخې، دوه عام وګړي وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
روغتیایي مسئولینو هم د یادې مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کړی ویلي یي دي، د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت ښه ندی. په مړو شويو کسانو کې يو ډاکټر او بل ماشوم دى.
د ياد بريد مسووليت تراوسه چا او نه هم کومې ډلې په غاړه اخيستى.