د ایتلاف له بریدونو سره داعش پرمختګ کړی
د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د امريکا په مشری د ايتلاف له هوايي بريدونو وروسته دې ډلې پرمختگ کړی او له دې ډلې سره ډيری کسان يوځای شوي دي. بشار اسد له (سي بي ايس) تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، په يو شمير هيوادونو کې بيلا بيلې ډلې له داعش سره يوځای شوې دي.
نريشن …..
د سوریې ولسمشر(بشار اسد) له امریکایي (سي بي ایس) ټولویزیوني شبکې سره په مرکه کې، د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې، د امریکا په مشری د داعش پر وړاندې د ایتلاف هوایي بریدونو دوی ته څومره ګټه رسولي، ویلي: دې عملیاتو په سیمه کې کچه ډیره لږه اغیزه درلوده، خو په ټولیزه توګه له کله چې د سپتامبر په میاشت کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف هوایي بریدونه پیل شوي، دې ډلې پرمختګ کړی او له دوی سره ډیری کسان یوځای شوي دي، ده زیاته کړې د لیبیا په څیر په بیلا بیلو هیوادونو کې د القاعدې پلویان هم له داعش سره یوځای شوي، چې اوس یي لمن د سوریې او عراق هیوادونو له پولو اوښتې ده.
اسد ددې پوښتنې په ځواب کې چې کله به له واکه لاس واخلي ویلي: هرکله مې چې دا احساس پیدا کړ چې خلک له ما څخه ملاتړ نکوي. د یوه بل خبر له مخې د سوریې ادلیب ښار د نیولو لپاره سوري پوځیانو عملیات پیل کړي دي. دا ښار درې ورځې مخکې د القاعدې اړوندو وسله والو لاس ته ورغلی دی. د ریپوټونو له مخې ددې ښار په زرګونه اوسیدونکې د جګړې د پیلیدو له ویري د ښار پریښودو په لټه کې دي.