د تښتول شویو کسانو پر بیغورۍ نیوکه وشوه
د غزني ولايت يو شمير مدني فعالينو، اوسيدونکو او کلتوريانو د پارلمان مخې ته د راټوليدو پر مهال د يو ديرشو تښتول شويو مساپرينو په هکله، د دولت پر بې پاملری نيوکه وکړه. دوی په يوې نندارې سره ولسمشر ته زره بين ډالی کړ، ترڅو په دي سره برمته شوي کسان پيدا کړي او د غزني ولايت استازو ته يي يوه الوتکه ورکړه ترڅو په دې سره غزني ته تگ راتگ وکړي.
لاریون کونکو په هیواد کې د ملکي کسانو برمته کول، نه اسلامي او نه انساني کار وښود او په کلکه یي غندلی دی. دوی د دولت پټه خوله د معنا درلودنکي ښودلې ویلي یي دي: دا چوپتیا په هیواد کې د برمته کونې د دود لامل ګرځي.
د تښتول شویو کسانو د کورنیو غړي هم د دوی دعزیزانو خوشي کولوپه برخه کې د دولت پر بیغوری کلکه نیوکه کوي او ددوی د کسانو د خوشي کولو غوښتونکي شول
لاریون کونکو په دې غونډه کې د نندارې په دول ولسمشر ته یو زره بین ډالی کړ، ترڅو په دې سره برمته شوي کسان پیدا کړي. له دې سره دوی د غزني ولایت استازو ته یوه الوتکه ورکړې ترځو دې ولایت ته پکې تګ راتګ وکړي او ددې ولایت د خلکو له ستونزو څخه ځان خبر کړي. د لاریون په پآی کې دوی له دولت څخه غوښتي ترڅو د داعش پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
