د يمن عدن ښار د نيولو لپاره د حوثيانو او تشتيدلي ولسمشر منصور هادي د پلويانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده، چي تر اوسه يي له امله له سلو ډير کسان وژل شوي دي، له بلي خوا د حوثيانو پر مرکزونو د سعودي عربستان هوايي بريدونه اوس هم دوام لري
یمن سویلي(عدن) ښار د نیولو لپاره د حوثیانو او تښتیدلي ولسمشر(منصور هادي) د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. له دې سره د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري د حوثیانو پر مرکزونو هوایي بریدونه هم دوام لري. ددې ایتلاف ویاند،احمد عسیري ویلي: د حوثیانو پر وړاندې په تیرو څلورو ورځو کې بریدونه ګټور ؤ، خو له دې سره حوثیانو د منصور هادي د پلویانو په واک کې پر سیمو پرمختګ ته دوام ورکړی دی. په عدن ښار کې چارواکیو ویلي، تر اوسه په دې نښتو کې له سلو ډیر کسان وژل شوي او ددې ښار هوایي ډګر په تیرو څو ورځو کې څو ځله د یوه بله لاس ته ورغلی دی. د شبوه په ولایت کې هم نښتې روانې دي، د ریپوټونو له مخې په دې نښتو کې هم څلویښت کسان وژل شوي دي.
د عربي تولنې لوی منشي(نبیل العربي) ویلي: په یمن کې د عربي ایتلاف بریدونه به د حوثیانو تر تسلیمیدو دوام ولري. د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو یمن ته د پوځیانو د استولو دوسیه د دوی پر میز پرته ده. د ریپوټونو له مخې د ایتلاف هوایي بریدونه تر اوسه دیری د صنعا، صعده او حدیده ښارونو کې د حوثیانو پر مرکزونو تر سره شوي. همدارنګه حوثیانو دا بریدونه پر یمن د سعودي عربستان ښکاره تیری ښودلی ویلي یي دي، چې دوی به سعودي عربستان ته تسلیم نه شي. د ځینې ریپوټونو له مخې، د سعودي او یمني ځواکونو ترمنځ هم د دواړو هیوادونو ګډې پولې ته نږدې نښتې رامنځ ته شوي دي. دا نښته د صعده په ولایت کې شوې او دواړو خواوو د یوه بل مورچلې په سپکو او درنو وسلو په نښه کړي دي.
