د ملي يوالي حکومت څخه د شپږو مياشتو په تيريدو سره تر اوسه د ژمنو پلي کولو څرک نه لږي. د ملي يوالي حکومت يوه هوکړه د اساسي قانون بدلون لپاره د کميسيون رامنځ ته کول وه چې تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوي
د ملي یوالي حکومت هوکړه لیک، د وږي (سنبلې) میاشتې په دیرشمه نیټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شوه. د لویې جرګې تر سره کیدل او په قانون کې د بدلون راوستلو لپاره د کمیسیون رامنځ ته کیدل، د ملي یوالي حکومت د مشرانو له مهمو ژمنو څخه شمیرل کیږي. د و لسمشر او اجرایي ریس تر منځ د هوکړې له مخې، تر دوه کلونو به د لومړي وزیر پوست رامنځ ته کیږي، دا هغه ژمنه ده چې یواځې د لویې جرګې په ترسره کیدو سره شونې ده. خو د ملي یوالي حکومت څخه د شپږو میاشت په تیریدو سره، په دې برخه کې د ملي یوالي حکومت د مشرانو له لوري هیڅ ګام نه دی پورته شوی او حتی په دې هکله تر اوسه لومړنۍ خبرې نه دي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د لویې جرګې د را بللو لپاره باید د بریښنایي تذکرو ویش پیل او د ولسوالیو د شوراوو ټاکنې تر سره شي. دا هغه چارې دي چې په هوساینې سره تر سره کیدل شونې نه ښکاري.
