پر یمن د سعودي عربستان په بریدون کې (2200) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر یمن د سعودي عربستان په بریدون کې (۲۲۰۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملگرو ملتونو ويلي: پر يمن د عربستان په هوايي برديونو کي تر اوسه له (۵۰۰) دير کسان وژل شوي او له (۱۷۰۰)دير نور ټپيان دي

همدارنگه د يمن په سويل ختيځ کې د القاعدې ډلې يو پوځي مرکز نيولی او د منصور هادي پلويانو په عدن ښار کې د حوثيانو د پرمختگ مخنيوی کړی دی.

په داسې حال کې چې په(عدن) ښار کې د حوثیانو او د تښتیدلي ولسمشر(منصور هادي) د پلویانو ترمنځ سخته نښته روانه ده، د عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د حوثیانو مورچلې بمبار کړې او د منصور هادي پلویانو ته وسلې او نور اړین پوځي توکي غورځولي دي. ویل کیږي چې په عدن ښار کې د حوثیانو او د دوی د پلویانو د پرمختګ مخنیوی کړی او د (عدن) ښار مرکزڅخه شاتګ ته اړ کړل شوي دي.

بله خوا القاعدې د یمن سویل ختځ کې پر یوه پوځي مرکز برید کړی او د(المکلا) ښار پوځي مرکز یي نیولی دی. د ریپوټونو له مخې دې وسله والو بانکونه او دولتي ادارې غلان کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي: په یمن کې تر اوسه د نښتو له امله له (۵۰۰) ډیر کسان وژل شوي او له (۱۷۰۰) ډير نور ټپیان دي.

خروج از نسخه موبایل