سعودي عربستان له پآکستان څخه د سمندري، هوایي او ځمکنیو قواوو د مرستې غوښتنه وکړه
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي چې د سعودي عربستان حکومت ترې په يمن کې د حوثي ياغيانو پرضد په روانو پوځي عملياتو کې د جنګي الوتکو او د بحري و ځمکني پوځ د مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړى همداراز وايي چې پاکستان لا تراوسه په يمن کې د حوثیانو پر ضد له عرب اېتلاف سره د مرستې پريکړه نه ده کړې، خو که چيرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي، نو پاکستان به يې په هر صورت اړخيزې دفاع ته ور ودانګي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان يوې ګډې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې.
د پاکستان حکومت چې له سعودي اېتلاف سره د مرستې او د منځني ختيځ د وضعيت څېړلو لپاره يې ددې هېواد د ملي پارلمان او مشرانو جرګې بېړنۍ غونډې رابللې وې، د پاکستان د نورو سياسي ګوندونوسربېره پکې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند غړيو هم ګډون وکړ.
غونډې ته د پاليسي بيان ورکولو پر مهال د پاکستان د دفاع وزير وويل چې د پاکستان په ګډون، ترکيېه او نور ډېرى هېوادونه غواړي چې د يمن د شخړې سوله ييز حل راووځي، خو که چيرې د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي، نو پاکستان به يې مرستې ته ورودانګي.نوموړي په دې زياته کړه:
“سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د يووالي لپاره تر ټولو مهم او ارزښتمن هېواد دى. که څه هم د يوه نزدې او رښتيني ملګري په توګه پاکستان د سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د سازمان د نورو هېوادونو له ملاحظاتو خبر دى، خو سربېره پر دې پاکستان غواړي چې سولې ته چانس ورکړل شي او د يمن د روانې شخړې يوه سياسي او سوله ييزه حل راووېستل شي.
په اخره کې بايد يو ځل بيا ووايم چې د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه پر پاکستان پور ده او که اړتيا پېښه شي، نو پاکستان ته به خپله ژمنه ترسره کړي.”
د خواجه اصف په وينا چې صدراعظم نواز شريف به په نزدې راتلونکي کې د يمن د موضوع څېړلو او ددې د سوله ييز حل لپاره يو شمېر سيمه ييزو اسلامي هېوادونو ته سفر وکړي او هڅه به وکړي چې په يمن کې ښکېلې غاړې خبرو اترو ته وهڅوي.
نوموړي په منځني ختيځ کې روان وضعيت کړکېچن وباله او پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې په دې وخت کې له يووالي او اتحاده کار واخلي.
د پاکستان حکومت تر هغې وروسته ددې هېواد د ملي پارلمان ګډه غونډه راوبلله چې د روانې مياشت په لومړۍ نېټۀ د پاکستان ٥ اپوزيسيون ګوندونو پر نواز شريف غږ وکړ چې سعودي عربستان ته د پوځيانو د استولو پريکړه پر يوه تن پورې محدوده نه ده او غوښتنه يې وکړه چې ددې موضوع خېړلو لپاره دې د ټولو سياسي ګوندونو ټولګونديز کنفرانس يا د ملي پارلمان ګډه غونډه راوبلي.
په عين حال کې د پاکستان صدراعظم نواز شريف څو ورځې وړاندې د يمن د وضعيت څېړلو لپاره د ترکيې سفر هم وکړ او د دواړو هېوادونو چارواکي په دې سلا شول چې د يمن د شخړې د سوله ييز حل لپاره به هڅې جاري وساتي، خو د اړتيا پر مهال به له سعودي عربستان سره اوږه په اوږه ودرېږي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د منځني ختيځ د ځينو هېوادونو اېتلاف جوړ شوى چې په يمن کې يې د حکومت پر ملاتړ پر ياغيانو هوايي بريدونه پيل کړي چې لا تر دې دمه دوام لري.