بغلان كې سېلابونو ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي
ځايي چارواكي وايي، په بغلان کې د سېلابونو له کبله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او نږدې ۲ سوه کورنه ویجاړ شوي دي.
په بغلان ولایت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس نصیراحمد کهزاد وویل، د پلخمري په کارته اتفاق سیمه کې د راوتيو سېلابونو له كبله ۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
كهزاد زیاته کړه، په دغه سېلابون نږدې ۲ سوه کورنه هم ويجاړ شوي دي.
د نوموړي په وينا، د ملي اردو سرتيري د پېښې سیمې ته تللي، ترڅو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
بايد وويل شي، چې تېر کال هم د دغه ولایت یوشمېر ولسوالۍ سیلابونو سختې ځپلې وې، چې له كبله یې څه د پاسه ۷۰ تنه مړه شوي هم وو.
