دسعودي عربستان سیاسي فعال په ختیځو سیمو دال سعود رژيم دپوځيانو حمله یو ډول دقدرت نمایش وباله .
دسعودي عربستان سیاسي فعال حمزه حسن ویلي، ددغه هیواد په ختیځ کښې په العوامیه سیمې دال سعود رژيم دپوځیانو څو ورځې مخکې حمله یو ډول دقدرت نمایش وو چې ولس ته وروښيي خلک وژلی شي .
دغه فعال ټینګار وکړ دسعودي عربستان خلکو په تیره بیادختیځو سیمو وسیدونکو په یمن باندې د سعودي عربستان د ال سعود رژيم له حملې سره له مخالفت سره سره هیڅ مظاهرې ونکړې خو دال سعود رژیم پوځیانو دخپل قدرت دښودلو لپاره څو ورځې مخکې په القطیف او العوامیه سیمو کښې په خلکو حملې وکړې .
دسعودي عربستان دالعوامیه سیمې حالات اوس هم کړکیچن دي او حکومتي عسکرو او ټانکونو سیمه کلابنده کړي ده .
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ دسعودي عربستان په العوامیه سیمه کښې حالات په دې ډول دي چې له یوه(۱) حقیقي جنګ سره هیڅ تفاوت نلري او په دغه ښار کښې هرې خوا ته پوځیان او له هغوې سره شته وسلې او زغر ګاډي لیدل کیږي او حکومتي عسکر دخپلو ښاریزو دځپلو لپاره له جنګي ګولیو کار اخلي .
دسعودي عربستان عسکرو په تیرې یکشنبې ورځ په ځپونکو اقداماتو او د العوامیه سیمې د ښاریزو د کورونو په سوزولو اوړنګولو سره له څلویښت(۴۰) زغرګاډو، څو هیلي کوپټرونو او دوه زره امنیتي ځواکونو استفاده وکړه .
