د کنړ په پیښو کې یولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
پیښې د وسله وال برید او نښتو له کبله رامنځ ته شوي دي
په کونړ کې د ځنګله پر سر شخړه او يوه بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د وري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو تېر ماخوستن د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه موټر ډزې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وويل چې د ملکي وګړو دغه موټر د ولايت له مرکز اسعداباد ښار څخه جلال اباد ته پر لاره و چې د نرنګ ولسوالۍ د ډاګ په سيمه کې پرې وسله والو بريد کړى دى.
د هغه په وينا، په وژل شوو کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده.
د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
سيدخېل دغه راز وويل چې پرون د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ځنګله پر سر د دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
دى وايي چې اوس په سيمه کې کراري ده او پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.
