داعش د کابل سویل په څو مترۍ کې فعالیت پیل کړی دی
داعش د کابل سویل په څو مترۍ کې فعالیت پیل کړی دی
دې ډلې ویلي له خپلو عربي مشرانو څخه حکم تر لاسه کوي
یوې امریکایي شبکې«CNN » د یو شمیر وسله والو چې ویل کیږي د داعش پلویان دي یوه ویډیو خپرې کړي، دوی په خپلو خبرو کې ویلي چې دا د وسله والو طالبانو پخواني غړي وو او په دې وروستیو کې یي له داعش سره بیعت کړی دی. له دې سره دې ډلې د یوه افغان سرتیري د سرپرې کولو ویډیو هم خپره کړې ویلي يي دي چې ددوی په اسرات کې د دیرشو نورو افغان سرتیرو سرونه به هم غوځ کړي.
دا په داسې حال کې چې مخکې له دې افغان حکومت او چارواکیو پّ افغانستان کې د داعش شتون رد کړی او اوس وایي چې په افغانستان کې به ددې ډلې فعالیت ډير لږ وي.