د سوریې په شمال کې چاودنو کې ۱۵ کسان وژل شوي

د سوریې په شمال کې چاودنو کې ۱۵ کسان وژل شوي

دماریه په ښآر کې د داعش او نورو ډلو ترمنځ په نښتو کې ډیری کسان وژل شوي

د رارسیدلي د خبر له مخې، تیره شپه د سوریې په شمال، حلب ولایت په ماریه ښار کې دوې موټر بم چاودنې شوې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي.

خبر وايي چې د ماریه ښار په مرکز کې په لومړۍ موټر بم چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او په ورپسې موټر بم چاودنه کې چې د ښار په څنډه کې وشوه ۸ کسان وژل شوي.

د یوبل خبر له مخې په ماریه ښار کې دداعش او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خروج از نسخه موبایل