پاکستان یمن ته پوځیان استولي دي

پاکستان یمن ته پوځیان استولي دي

د پاکستان پوځيان د یمن په برید کې د ګډون لپاره استول شوي

د پاکستان د ملي عوامي ګوند د مرکزي شورا غړي ویلي چې پاکستان د یمن پرضد په جګړه کې له عربستان څخه د ملاتړ لپاره ځينې پوځيان استولي دي.

د پاکستان د حقوق پوهانو ټولنې پخواني مشر او د عوامي ملي ګوندد مرکزي شورا غړي، لطیف افریدي ویلي چې د یمن پرضد د عربستان په جګړه کې د ګډون لپاره باید د پاکستان پارلمان اجازه ورکړي، خو د پاکستان ځينې پوځيان عربستان ته استول شوي تر څو د یمن پرضد په جګړه او د ښځو او ماشومانو په وژلو کې برخه واخلي.

لطیف افریدي ویلي چې عربستان ته د پاکستاني پوځيانو استول خطرناک اقدام دی، ځکه ایران د پاکستان د ګاونډي هېواد په توګه له دغه هېواد سره ښې اړیکې لري او که اسلام آباد د عربستان په غوښتنه پر یمن برید وکړي له ایران سره به یې اړیکې خرابې شي او په پاکستان دننه کې به هم اعتراضونه پراخ شي.

خروج از نسخه موبایل