طالبانو د سیف دې چلندرن ۵ افغان کارکوونکي په بې رحمۍ ووژل

په اروزګان ولایت کې نن د سیف دي چلدرن موسسې د هغو ۵ افغان کارکوونکو مړي وموندل شول چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو تښتولي ول.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن /جمعه/ وویل دا ۵ تنه ۴۰ ورځې پخوا وسله والو طالبانو په ترینکوټ کې تښتولي ول او د هغو د خلاصون په بدل کې یې د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

نایاب وايي چې د سېف دي چلدرن موسسې د دغو پنځو کارکوونکو، چې څلور یې د اروزګان او یو د ننګرهار اوسېدونکي دي، مړي په ګیزاب ولسوالۍ کې وموندل شول.

د ده په وینا طالبانو دا کسان په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

نایاب وايي چې طالبانو د داسي بندیانو د خلاصون غوښتنه کوله چې د اروزګان ولایتي چارواکو یې د خلاصون واک نه درلود.

سیف دي چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې موسسه له افغان ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې کومک کوي.

وسله والو سختدریځو د زابل ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې ۳۱ مسافر، چې په خټه هزاره دي، یوه نیمه میاشت پخوا تښتولي او د هغو د خلاصون په وړاندې هم د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې طالبان اوس د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د خلکو د تښتولو له تاکتیکه کار اخلي.

د دوی دې تاکتیک تر یوه حده نتیجه هم ورکړې ده ځکه چې یو شمېر خلکو پر حکومت فشار زیات کړی چې د بې ګناه خلکو د خلاصون لپاره اقدامات وکړي او د تښتونکو غوښتنې ومني.

د کتونکو په وینا ممکن طالبان په راتلونکي کې نور کسان هم د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره وتښتوي.

له بلې خوا طالبانو نن په غزني، ننګرهار او کابل کې په درو حملو کې تر شلو ډېر ملکیان ووژل یا ژوبل کړل.

خروج از نسخه موبایل