د امریکا قاری سرمشریزه ناسته تر سره شوه
هغه ورځې پای ته رسيدلې کوم چې امريکا به د لاتينې امريکا په چارو کې په ښکاره مداخله کوله
له امريکايي مشرانو سره د اوباما ددې څرگندونو څنگ ، ده په پاناما کی د امريکاقاري په ناسته کي د کيوبا له ولسمشر رايول کاسترو سره روغ بړ کړی دی
په پاناسټي کې د امریکا قارې سرمشریزې ناستې له پیله څو شیبې مخکې، د لاتینې امریکا له مشرانو سره ولیدل او وویل: هغه ورځې تیرې شوې کوم چې ددې هیوادونو په چارو کې به امریکا په ښکاره لاسوهنه کوله. په دې لیدنه کې د کیوبا ولسمشر (رایول کاسترو) هم شتون درلود او اوباما وویل چې په دې غونډه کې د کاسترو له شتونه خوښ دي. ده د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو په رامنځ ته کیدو هیله مندي څر ګنده کړه. اوباما وویل: ” مونږ په خپلو هیوادونو کی بدلونونو ته درنښت لرو، اوس هغه ورځې چې امریکا به په ښکاره ددې هیوادونو په چارو کې لاسوهنه کوله تیرې شوي دي اوس مهال هغه ورځې نه دي پاتې.”
د امریکا قارې سر مشریزه غوڼده په پاناما سیټي کې تر سره شوه. د امریکا او کیوبا مشرانو د غونډې په پیل کې له یوه بل سره روغ بړ کړی دی. دا دواړه هیوادونه له نیمې پیړې راهیسې اړیکې نلري او په دې موده کې دا لومړی ځل دی چې د کیوبا ولسمشر د امریکا قارې په سر مشریزه ناسته کې ګډون کوي.
په دې وروستیو کې امریکا او کیوبا د اړیکو د ښه کیدو لپاره خبرې پیل کړې دي. په دې هیوادونو کې د سفارت خونو پرانستلو، د امریکا له لوري پر کیوبا د بندیزونو لري کولو او له ترهګریه د ملاتړو هیوادونو له نوم لړ څخه د کیوبا لري کولو په هکله خبرې روانې دي.
د امریکا قارې په سر مشریزه کې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون، د اړیکو د ښه والي په موخه د دواړو هیوادونو له هڅو ستاینه وکړه.
