ايران ته د روسي ايس 300 توغنديو ورکړه د سيمې ا منيت او ټیکاو لپاره گټور گام دی

ايران ته د روسي ايس ۳۰۰ توغنديو ورکړه د سيمې ا منيت او ټیکاو لپاره گټور گام دی

روسيي تيره ورځ پر ايران ددي توغنديو پر ورکړې بنديز لغوه کړ خو امريکا او اسرايلو پر دې دفاعي توغنديو د بنديز پر لغوه کولو خواشيني ښودلي ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر (جان کری) له خپل روسي سیال( سرګي لاوروف) سره په ټلفوني اړیکه کې پر ایران د ایس ۳۰۰ ډوله دفاعي توغندیو د بندیز پر لغوه کیدو اندیښنه څرګنده کړې ویلي یي دي: د پنځه جمع یو ډلې له هیوادونو سره چې اوس مهال له ایران سره د اټومي پلان په هکله په خبرو بوخت دي د روسي همغږي ډیره اړینه ده. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د مسکو پر دې پریکړې نیوکه کړې ده. بله خوا اسرایلو ویلي: د روسیې له لوري ایران ته د دې توغندیو ورکړه، د سویس په لوزان ښار کې د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه   جمع یو ډلې ترمنځ د هوکړې نتیجه ده.

خو د روسیې بهرنیو چارو وزیر ایران ته د ایس ۳۰۰ ډوله توغندیو د ورکړې په هکله وویل: پر ایران د وسلو بندیز ته نوره اړتیا نه لیدل کیږي او له بلې خوا دا توغندې د کوم چا د امنیت لپاره ګواښ نشي رامنځ ته کولی. ده ویلي: ” مونږ په دې ډاډ من شو چې اوس مهال پر ایران د وسلو بندیزو ته اړتیا نه لیدل کیږي. غواړم په ډاګه کړم چې ایس درې سوه توغندي په بشپړه توګه دفاعي دي. دا توغندي د بریدونو لپاره نه دی جوړ شوي او نه هم په سیمه کې د اسرایلو په ګډون د هیڅ هیواد امنیت ته ګواښ نشي رامنځ ته کولی.”

دایس ۳۰۰ ډوله توغندي په نړۍ کې تر ټولو پر مختللي دفاعي توغندي دي او کولای شي پر یوه وخت سل هدفونه په هوا کې شند کړي. ددې توغندیو نوي ډولونه یی تر درې سوه کیلو متره ځای په نښه کوي او همدارنګه کولای شي اوه ویشت کیلو متره پورته په هوا کي توغندی له منځه یوسي. د ایران ددفاع وزیر ویلي، ایران ته د دې توغندیو په ورکړې سره به د سیمې امنیت او ټیکاو ته تر ډیره ګټه و رسوي. د روسیې او ایران تر منځ د دې توغندیو تړون په دوه زره اوم کال کې لاسلیک شو خو په دوه زره لسم کال کې پر ایران د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره روسیې هم دې هیواد ته د توغندیو له ورکړې ډډه وکړه.

خروج از نسخه موبایل