وردګو کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

وردګو کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

چارواکي وايي چې د ميدان وردګو په بیلابیلو امنيتي پیښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو ژوبل دى.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې تیره شپه د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په مرک سيمه کې د ماين چاودنې درې ملکي وګړي وژلي دي.

هغه زياته کړه چې د وژل شوو کسانو عمرونه د ١٥ او ٣٥ کلونو تر منځ وو.

خوږياڼى وايي چې همدا راز د نرخ ولسوالۍ د صدمردي په سيمه کې د ببرک په نوم يو کس چې د خپلې وسلې په ډز ټپي شوى خو د کابل ايمرجنسي په لاره يې ساه ورکړه.

د خوږياڼي په وينا، د عزت الله په نوم د نرخ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی، تېره ورځ د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ټپي شوی و، چې د درملنې په موخه د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

خروج از نسخه موبایل