د پاکستان سوداگری وزير د ملي يوالي حکومت له مشرانو سره د ليدني پر مهال د دواړو هيوادنو ترمنځ د سوداگريزو اړيکو پر پياوړتيا ټينگار کړی دی
خرم دستگير خان ويلي په افغانستان کي د سولې او امنيت له رامنځ ته کيدو پرته، اقتصادي او سوداگري اړيکو پياوړتيا شونې نه ده ، له دې سره ده په واگه بندر کي د افغان سوداگرو د ستونزو له هواريه خبر ورکړ
خرم دستګیر خان چې په دوه ورځیني سفر کابل ته راغلی، تیره ورځ یي د ملي یوالي حکومت له مشرانو سره ولیدل. ده تیره ورځ له ولسمشر محم اشرف غني سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو د پراختیا او پرسیمه ایزې همکارۍ د ټینګار تر څنګ وویل: په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د موټرو ستونزه هواره شوې او له دې وروسته افغان سودګری کولای شي له دې لارې خپل مالونه ولیږدوي، له دې سره ده د کراچی له بندره هم د افغان سوداګرو د مالونو د لیږدولو خبر ورکړی دی. د پآکستان د سوداګری وزیر ویلي: نوي سلنه د افغان سوداګرو مالونه به له دی و روسته له څلورویشتو تر اته څلویښتو ساعتونو په کراچي بندر کې چمتو او د افغانستان په لور به را لیږدول کیږي.
دده په وینا د چنګاش یا سرطان میاشتې له لسمې نیټې به پاکستاني اورګاډي هم دا اجازه تر لاسه کړي ترڅو له کراچیه تر پیښور او کویټې د افغان سوداګرو ما لونه را ولیږدوي او هره اونۍ به څلور سوه کانتینر مالونه له دې لارې افغانستان ته واردیږي.
همدارنګه ولسمشر هم پاکستاني پلاوې ته ډاډ ورکړی چې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د پاکستان سوداګرۍ د لاس رسي په برخه کې له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه نکوي خو افغانستان هم پّ دې تمه دی چې پاکستان به د هند په ګډون د آسیا سویلي هیوادونو ته د افغانستان د لاس رسي مخنیوی نکوي.
د پاکستان د سوداګری وزیر له اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي، په دې لیدنه کې یي ویلي هیواد یي غواړي ترڅو خپلې سوداګریزې اړیکې د منځنۍ آسیا هیوادنو او اروپا ته ولیږدوي خو دا کار په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له رامنځ ته کیدو پرته شونی نه ښکاري ده ویلي دواړه هیوادونه ډيرې ګټې او ښه فورصتونه لري چې باید ترې ګټه واخستل شي.
اجرایي ریس د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي پلاوو تګ راتګ ګټور ښودلی ویلي یي دا اړینه ده چې دواړه هیوادونه د خپلو ملي ګټو له مخې له تر لاسه شوې فورصت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي د ښآغلي عبدالله په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې نه یواځې چې دې دوو هیوادونو ته ګټه رسولی شي بلکې د منځڼۍ او سویلي آسیا هیوادنو په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کوي.
