په یمن کې باید اوربند رامنځ ته شي

ایران له ملګرو ملتونو په یمن کې د سم لاسي اوربند پیلولو غوښتنه کړې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یمن د شخړو د هواریدو لپاره ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته په څلور ټکي وړاندیز کړي دي لومړی دې د ښکېلو غاړو ترمنځ سم لاسي اوربند وشي، او ټول بهرني پوځي بریدونه دې ودرول شي، یمن ته دې بشري مرستې ورسولې شي او د یوه پراخه ملي چوکاټ په اډانه کې دې د سولې خبرې پیل او د ملي یووالي یو شامل حکومت دې جوړ شي

ایران د سولې دا وړاندیز د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته کړی دی

خو سرچینه وايي، لا تر اوسه د ایران د دغه وړاندیز په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی

دا څرګندونې څه موده وړاندي هم جواد ظریف په پاکستان ته د خپل سفر په موده کې ددي هیواد له صدراعظم نواز شریف سره په کتنه کې کړي وې

خروج از نسخه موبایل