د ملي یوالي په حکومت کې ناامنۍ ډيرې شوې دي

د تیری جمعی په ورخ د بدخشان ولایت جرم ولسوالی کی رامنخ شوي پیشي دیری هیوادوال اندیشمند کرل په دی ورخ د وسله والو مخالفینو په بریدونو کی دری دیرش د ملی اردو سرتیری وژل شوی او یا هم تری تم دی خو په ولسی جرگه کی د بدخشان ولایت استازی وایی چی د خپل ولایت د ناامنی په هکله یی له دیری مودی راهیسی حکومت خبر کری دی

د بدخشان جرم ولسوالی پیشی امنیتی لور پوری چارواکی ولسی جرگی ته ورتگ ته ار کرل او د دی جرگی غریو د ملی یوالی حکومت مشران په خپلو ژمنو کی په پاتی راتلو په معامله گریو تورن او حتی ددوی د استعفی غوشتنه یی وکره

د ملي یوالي له حکومته هر څومره موده چې تیریږي په هیواد کې د نامنیو لمن پراخیږي، البته دابه هم سمه خبره نه وي چې د ناامنیو ډیرښت له د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت سره تړلې وبولو. له دوه زره اوم کال راهیسې د ناامنۍ لمن پراخه شوې ده او د ورځې په تیریدو سره د پرمختګ په حال کې ده. خو هغه څه چې د ملي یوالي په حکومت کې رامنځ ته شوي، د دولت پر وړاندې د وسله والو مخالفینو د بریدونو ډیرښت او د دوی پر وړاندې د دولت ډیره حوصله ده.

د ناامنۍ جغرافیه ډیره شوې او د هغه مالوماتو له مخې چې امنیتي بنسټونو لخوا ورکړل شوې دي، اوس مهال د هیواد شل ولایتونو له امنیتي ګواښونو او یا هم سقوط سره مخ دي. په ساده ژبه، حکومت یواځې په څوارلسو ولایتونو کې بشپړه واکمني لري، شمال هم چې مخکې له دې امینتي ستوزنې نه درلودې، اوس د جګړې په ډګر اوښتۍ دی، چې په بلخ ولایت کې د استناف پر محکمې بیا په بدخشان ولایت کې وسله والې نښتې همدارنګه د کندز او فاریاب ولایتونو ته نغوته کولای شو.

خو د ولسمشر او اجرایي ریس لپاره هیڅ څخه بدلون نه دی کړی، دواړه په مسکا سره د کمرو مخې ته راڅرګندیږي او دواړه د امینت په برخه کې له جدیت څخه خبرې کوي. په داسې حال کې چې له دې ټول تدبیر او مدیریت سره هره ورځ نوې امنیتي پیښې رامنځ ته کیږي.

د نامنۍ د لمنې پراخیدل او دددې ناامنیو پر وړاندې د ملي یوالي حکومت پاتې راتللو ډيری پوښتنې را ولاړې کړې دي. دا چې ولي په هیواد کې د ناامنیو کچه لوړه شوې او ولي د جګړې لوری د هیواد شمالي ولایتونه او سیمې ټاکل شوې دي؟.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ولسمشری له لومړنیو ورځو کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. داسې انګیرل کیده چې ددې تړون د لاسلیک په صبا سره به امنیتي حالت ښه کیږي. خو نه ددې تړون لاسلیک او نه هم هڅو او زیارونو د امینت په ټینګښت کې کومه ګټه درلوده.

د ناامنیو د دیرښت بهیر د پخواني ولسمشر حامد کرزې د واکمني پر مهال پیل شواو اوس په شمال کې د جګړې ډګرونه په علمي توګه فعاله شوې دي. په ولسي جرګه د شمالي ولایتونو استازي ولسمشر د شمالي ولایتونو د ناامنۍ په تړواو په جوړجاړیو تورنوي وایي ولسمشر غواړي دا سیمې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د ناټو ځواکونو لپاره په استوګن ځایونو بدلې کړي

د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ناامنیو ډیرښت ته په کتو سره ځینې پوښتنې رامنځ ته کیږي او کولای شوو ووایو، چې لومړۍ برنامه د شمالي ولایتونو نا امن کول ده. دا پلان څو کاله مخکې رامنځ ته شوی او په دې سیمو کې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال وسله والو مخالفینو فعالیتونه پیل کړي دي. ځینې کارپوهان په دې آند دي چې په لوی لاس شمالي ولایتونه نا امنه کول کیږي ترڅو د ترهګری د پیښې ځای په دې سیمو کې رامنځ ته شي ترڅو دا سیمه د مسکو او سیمې هیوادونو لپاره د پزې په ویښته واوړي.

د پولې هغې غاړي ته د ترهګری لپاره ښه ظرفیتونه شتون لري او یو کوچونۍ ګام کولای شي شمالي وزیرستان د افغانستان خاوری ته را ولیږدوي او د جګړې لومړۍ کرښه د افغانستان له سویلي سیمو څخه د هیواد شمالي سیمو ته ولیږدوي چې په دې سره به هیواد یو ځل بیا له یوه بل نوي کړکیچ سره مخ شي. دا به هغه جګړه وي چې بیا به یي هم لومړۍ کرښه افغانستان وي.

دې ته په کتو سره د پاکتسان له لویدیځ خخه جګړه یو ګام شاته کیږي. هدف دادی چې د امینتي تړون له مخې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو له لسکن شتون وروسته د هغه هیوادونو لپاره چې نوی نفس یي اخستی او د مسکو لپاره د هوساینې او فعالیتونو لاره نه وي هوره. دا هغه ادعا ده چې تیره اونۍ له امنیتي مسئولینو سره د ولسي جرګې یو شمیر استازو ترې یادونه کړې ده.

دوهمه موخه چې په دې وروستیو کې یي د خبرو دسرټکیو ځای نیولی او ددوی له لوري لوی ښکارول کیږي، د مخالفینو نوی قهر او ګام دی. په دې وروستیو کې رسنۍ په افغانستان کې د داعش ډیره یادونه کوي. د هیواد په ځینو برخو او سیمو کې وسله والو طالبانو خپل پوستین بدل کړی او اوس د داعش له نومه ګټه اخلي. په لویه کچه د مامورو رسنیو له لوري د داعش لوی ښودل په داسې حال کې دي چې په هیواد کې د وسله والو مخا لفینو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی او ددوی تګلاره هماغه پخوانۍ تګلاره ده.

ریښتینولي خو داده چې په افغانستان کې د داعش شتون یو تبلیغ دی او په دې نامه افغاني ډلې د سوریې او عراق له داعش سره هیڅ ډول اړیکې نلري خو حالات په داسې ډول ښکارول کیږي چې دا ډله د هماغه سوریې ډلې په څير په افغانستان کې رامنځ ته شوې او ددوی د حکم له مخې فعالیت کوي.

داسې ښکاري چې د وسله والو طالبانو په څير مخکینۍ وسله والې ډلې د تل پاتې کیدو لپاره کافي ایدیولوژیکي ظرفیت نلري او د نړۍ او سیمې استختباراتي ادارې غواړي د وسله والو څیره جامې او بیرغ ته بدلون ورکړي، ترڅو په دې سره وکولای شي د منځنۍ آسیا هیوادنو تنور دود وساتي.

دریم پلان چې کولای شي موخه ایز وي، او په دې وروستیو اونیو کې تر ډیره روښانه شوی، هغه داده چې پر افغان امینتي ځواکونو د بار او اعتبار د کچې د ټیتښټ هڅې کیږي. د بدخشان پیښې د قربانیانو انځورونه لاس په لاس او په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي. په داسې حال کې چې افغان امینتي ځواکونو ډیره قرباني ورکړې ده خو په دې وروستیو کې بل دول څرګندونو ته زور و رکړل شوی دی.

د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت مسئولین تیره اونۍ ولسي جرګې ته ورغلي وو او له پښو د لاسونو په اوږدوالی سره بیرته را وګرځیدل. په ولسي جرګه کې امینتي مسولینو د امینټي ځواکنو پر ځینو کمزورتیاوو اعتراف وکړ. د ښاغلي کریمي ځرګندونو، د امینتي حالت په هلکه د ولسي جرګې کړنې او د امنیتي چارواکیو راغوښتنې، د هیواد په لویو لارو کې ناامنیو او ځینې نورو مسایلو ته په کتو سره داسې ښکاري چې پر افغان امنیتي ځواکونو د بې باوری او بې اعتباری کچې لوړوالي ته اړتیا لیدل کیږي.

کله چې ستر درستیز، چې عملیاتو قومندان دی د تسلیم په هکله خبرې کوي، هیڅ ډول پوځي او سیمه ایزه توجیه نلري. د ښآغلي کریمي په څير کسانو په تیرو دیارلسو کلونو کې د پوځ په بیلا بیلو برخوکې پر له پسې دندې تر سره کړي دي او په کراتو یې له افغان امنيتي ځواکونو سره د امریکا له ګټورو مرستو او د ملي اردو او نور امنیتي ځواکنو له وړتیا ستاینې کړې. اوس باید له همدوی څخه پوښتنه وشي چې ددې مرستو کومه برخه او څه ډول ګټوره وه او ولي تاسو چې له هر څه راضي او خوښ وی او د پوځي مرستو په هکله مو کومه نیوکه نه درلوده، اوس مو په نیوکو او شکایتونو لاس پورې کړی دی؟.

د فرخندې وژل کیدو، له دې مخکې او وروسته څرګندونو د پولیسو د رول اعتبار او باور کچه تر ډیره راټیته کړه. په دې پسې د بدخشان پیښه رامنځ ته شوه تر څو د ملي اردو باور او اعتبار خلکو ته لږ کړل شي. په افغانستان کې د تیر یوه کلن سیاست کارنامې د خلکو پر وړاندې د قانوني او ملي بنسټونو دبې باوری لاملونه ګرځیدلي دي.

دا لړۍ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له جعل، درغلیو او ددې ټاکنو د بدنامولو څخه را په دیخوا پیل شوې او اوس یي د هیوا امنیتي ځواکونو لمن نیولې ده. داسې ښکاري چې د ملي یوالي په حکومت کې د ټولو پرخوو د کمزوري کولو پلان رامڼځ ته شوی دی. په ملي دفاع وزارت کې د سل میلیوني اختلاس په ډاګه کیدل ددې بهیر یوه بله بیلګه ده. دا روښانه خبره ده چې په دولتي ادارو کې د فساد په ډاګه کول ګټور دي، دا په ډاګه کیدل چې په هره موخه شوې د هیواد ملي امنیتي ځواکونو ته یو لوی ګذار دی.

له دې به بدتره حالت هغه وي چې ولسمشر ونشي کولای د کابل بانک د دوسیې په څير چې له پرانستلو وروسته هم رسیدنې ته پکې پاتې راغی، په ډې برخه کې پاتې راشي او هغه کسان چې په دې فساد کې لاس لري له ځانه لرې او د قانون منګلو ته وسپاري.

د فساد په تړاو لویې دوسیې ښیې، هغه کسان چې دپخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ را پاتې او اوس هم د محمد اشرف غني ترځنګ ولاړ دي او ولسمشر ته نږدي او په فساد تورن دي او که چیرې ولسمشر له دوی څخه پوښتنې ونکړي او له دوی څخه د پوښتنو توان ونلري نو دا به هم په هاون کې د اوبو د وهلو په مانا وي.

د پوځ ستر درستیز په ولسي جرګه کې د تسلیم غږ پورته کړ د ځآن او ملي اردو د نفس عزت ته یي درنښت ونکړ او د وسلو پر کمښت یي نیوکه وکړه، د هوایي ځواکنو توپونو او ځمکنیو وسایلو د نشتون څه نااهیلې وو. خو پوښتنه دلته ده چې له ناټو سره د افغانستان دیارلس کلنې ملګرتیا څه ګټه رسولې؟ کله چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو دومره وکولای شول چې یواځې سرتیري سره را ټول کړو او ددوی لپاره په بشپړه توګه وسلې او مهمات ونلرو، نو هغه مسولین چې تل به یي د نا ټو او امریکا دملګرتیا پلویتوب او ملاتړ خبرې کولې او هره ورځ به بي په اصطلاح له امنیتي ځواکونو سره د لویدیځ د ملاتړ ګټورې پایلې یادولې، تر اوسه یي څه کړي او کومه ګټه یي رسیدلې؟.

په کراتو همدي مسولینو ادعا کړې.،چې د همدي لویدیځو ملګرو په مرسته به د هیواد امینتي ځواکونو وړتیا او پر مختللو وسلو د نړیوالو معیارونو سره برابر کړي، خو اوس وایي مونږ وسلي او تجهیزات نلرو او اوس د زدکړې او روزنې لپاره چې له دیارلسو کلونو راهیسې اوس هم نیمګړې پاتې ده لسو زرو بهرنیو سرتیرو ته اړتیا لرو. دې ته په کتو سره داسې ښکارې چې په دې هکله ولسمشر له ډیریو پوښتنو سره په داسې حال کې مخ کیدونکی دی چې د ټاکنیزو ستونزو له ستومانیه خلاص نه دي او د لوړې له مراسمو سمدلاسه یي دا تړون لاسلیک کړ.

ولسمشر یواځې هغه مرسته ته زړه ښه کړی چې ډير برخه یې د بهرنیانو له لوري لګول کیږي. افغانستان خپل بنستیز اقتصادي پروژه نلري چې وکولای شي امینت او ټیکاو لګښت ورکړل شي.

هغه څخه چې له مرستو تر لاسه کیږي پر ماتیدونکي امنیت لګول کیږي پر هغه امنیت   چې د ورځې په تیریدو سره هیوادوال ګواښي.

وروستۍ ناامني حکومت له ځینو ستونزو سره مخ کړی دی چې د بهرني ناسم سیاست پایلي ښودل کیږي. هغه تګلاره چې د ملي یوالي حکومت په سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو کې خپله کړې ده په ډې وروستیو کې ډيری ستونزې زیږولي دي او هغه هیلو چې د ملي یوالي حکومت په هکله یي شتون درلود ټولې دود او په هوا شوې.

د ولسمشر وینا وې د راتلونکې لپاره ډيرې هیله مندی رامنځ ته کړې وي او ټول هیوادوال په دې هیله وو چې د هیواد راتلونکې به تر ډيره ښه وي او د ملي یوالي حکومت به په خپلو ملي چارو کې د تیر حکومت په پرتله ډير بریالی او خلکو ته د منلو وړ وي، خو دا سې ونشول او هیوادوال د تیر په پرتله ډیر ناهیلې شوې دي.

خروج از نسخه موبایل