ځینو پاکستاني رسنیو ادعا کړې،چې په دغه هېواد کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال د حقاني شبکې عملیاتي مشر فاروق ځدران وژل شوی.
د پاکستان اکسپریس ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي،چې فاروق ځدران په شمالي وزیرستان کې وژل شوی
په راپور کې ویل شوي،چې د دغو عملیاتو پرمهال ۹ نور وسله وال نیول شوي
په لوړه کچه پاکستاني او افغان چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي
حقاني شبکه د افغانستان په سویل ختیځ کې زیات فعالیتونه کوي او د هېواد په کچه د زیاتو تلفاتو لرونکې یو شمېرپېښې یې رامنځته کړي
افغان حکومت وایي،چې حقاني شبکه په مستقیم ډول په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني استخباراتو په ملاتړ فعاله ده او په افغانستان کې د ناامنۍ ځینې پېښې تنظیموي
