پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف بریدونه دوام لري

پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف بریدونه دوام لري

د چين او امريکا ولسمشرانو د سعودي عربستان له پادشاه سره په تلفوني خبرو کي د خبرو له لاري د ستونزو پر هواري تينگار کري دي

پر يمن د سعودي عربستان په مشري د ايتلاف بريدونه دوام لري او په تيرو دوه ورخو کي له ۱۳۰ دير کسان وژل شوي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ددې هیواد ولسمشر(شي جین پینګ) د عربستان له پادشاه (ملک سلمان) سره په ټلفوني اړیکه کې د یمن په هکله خبرې کړې او ددې خبرو پر مهال یي د سوله ایزو لارو څخه په کار اخستنې د یمن ستونزې پر هوارۍ ټینګار کړی. مخکې له دې هم چینایي چارواکیو له دیپلوماتیکي لارو په کارولو سره د یمن ستونزوې پر هواری ټینګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ هم د عربستان له شاه سره د بارک اوباما له ټلفوني خبرو خبر ورکړی ویلي یي دي: بارک اوباما په دې خبرو کې ورته غوښتنه کړې ده. امریکا پر یمن د سعودي عربستان له هوایي بریدونو ملاتړ کوي او له دوی سره یي د وسلو، استخباراتي مالوماتو او لوژیستکي مرستې کړې دي.

له دې سره پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو په دوام سره، په تیرو دوه ورځو کې د هوایي بریدونو او ځمکنیو نښتو پر مهال، د یمن په عدن، صعده او تعز ښارون کې له ۱۳۰ ډیر کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي ریپوټ کې ویلي: د هوایي بریدونو او وسله والو نښتو له کبله د وژل شویو شمیره له ۱۷۰ کسانو اوښتې ده.

خروج از نسخه موبایل