د افغانستان اسلامي انقلاب حرکت گوند، له ملگرو ملتونونو او امريکا څخه غوښتي ترڅو په افغانستان کي د سولې د تينگښت لپاره د طالب مشرانو نمونه له تور نوم لړ څخه وباسي
ددې گوند د مشرتابه شورا غړي (عبدالحکيم مجاهد) ويلي: د دواړو خواوو تر منځ بي باورويو په افغانستان کي د سولي له رامنځ ته کيدو مخنيوی کری دی.
مجاهد ویلي: د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ بې باوري له یوې خوا، د ملګرو ملتونو، امریکا او افغان وسله والو مخالفینو ترمنځ بې اعتباري له بلې خوا په افغانستان کې د سولې د تینګښت مخنیوی کړی دی.
د مجاهد په وینا افغان وسله وال مخالفین ډاډه نه دي چې د پخلاینې له خبرو وروسته به د دوی ټول حقوق ورکول کیږي.
د طالبانو دې پخواني غړي ویلي: پر طالبانو د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري لګول شوي بندیزونه، ددې ادارو په تورو نوم لړونکي د طالب مشرانو ورګډولو، د طالب مشرانو د نیولو او یا وژلو لپاره له پنځه میلیونه تر پنځه ویشت میلیونه ډالرو جایزو ټاکلو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لاره کې خنډونه رامنځ ته کړي دي.
ده د سولې په بهیر کې د امریکا پر تګلارې د نیوکې ترڅنګ ویلي: په قطر کې د طالبانو د دفتر بندیدل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګواښ سره وتړل شو د پخلاینې خبرو ته ډیر زیان ورساوه.
له دې سره دوی د سولې عالي شورا پر رامنځ ته کولو هم نیوکه وکړه وویل: په دې شورا کې هغه څیرو ته هم ځای ورکړل شوی چې په افغانستان کې دسولې غوښتونکي نه دي او د طالبانو سره مخالفت لري. دوی ویلي ددې کسانو د شتون له کبله طالبان د سولې له عالي شورا سره له خبرو ډډه کوي.
د افغانستان د حرکت انقلاب ګوند د شورا دې غړي د سولې په بهیر کې د چین له ګډونه هرکلی کړی ویلي یي دي: د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په نوې تګلارې سره په افغانستان کې د سولې د تینګښټ لپاره لاره هواره شوې ده. مجاهد د داعش ډلې ګواښ ته هم په نغوتې سره ویلي، که چیرې افغان حکومت له خپلو وسله والو سره د سولې په رامنځ ته کولو کې بریالی شي له افغانستانه به د داعش ټغر هم ټول شي.
