حکومت د داعش کورنیو ته مرستې څیړې

حکومت د داعش کورنیو ته مرستې څیړې

حکومت د داعش وسله والو کورنيو ته، د ملي امنيت شورا له لوري د پيسو ورکولو په تړاو د پکتيکا والي څرگندوني څیړې

ولسمشری ماڼۍ ويلي، په دي تړاو يي يو پلاوی ټاکلی دی

یو شمیر رسنیو مخکې له دې د عبدالکریم له خوا ویلي وو، چې د ملي امنیت شورا د داعش وسله والو له کورنیو سره د دوه سوه زره ډالرو مرسته کړې ده. ټآاکل شوې وه چې ښاغلي کریم نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په دې هکله مالومات ورکړي وی، خو د نامالومو دلایلو له امله دا خبرې ناسته لغوه شوه. بله خوا د ملي امنیت شورا چارواکي د پکتیکا والي له لوري دا څرګندونې تړلې او بولي او رد کړې یي دي.

بله خوا له ولسمشرۍ ماڼۍ ځخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ښاغلي متین د څرګندونو د څیړلو په موخه یو پلاوی ټاکل شوی دی. د خبر پاڼې پر بنسټ په دې پلاوې کې د بیلا بیلو بنسټونو او وزارت خونو استازي شتون لري. په خبر پاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوی پلاوی به په دې هکله خپل ریپوټ تر لسو ورځو وړاندې کړي.

خروج از نسخه موبایل