د افغانستان عادلانه او آزادو ټاکنو بنسټ، د ټاکنيز سيستم پر سمون ټينگار کړی دی. دي مسولينو له نړيوالي ټولني وغوښتل ترڅو په دي برخه کي مداخله وکړي. له دي سره دوی ويلي، پارلمان هم بايد د ټاکنيز سمون او د پارلماني ټاکنو د نيټې په هکله له حکومتي چارواکيو سره خبري وکري.
د افغانستان عادلانه او آزادو ټاکنو بنسټ اجرایي ریس(محمد یوسف رشید) نن وویل: په داسې حال کې چې د ټاکنو په سیستم کې سمون د راتلونکو ټاکنو لپاره اړین دي، خو په دې هکله د ملي یوالي حکومت د مشرانو اختلافات د اندیښنې وړ دي. ښاغلي رشید زیاته کړې، اوس هغه مهال رارسیدلی ترڅو د ملي یوالي حکومت مشران د ټاکنو په کمیسیون کې د سمون رامنځ ته کولو لپاره پلي ګامونه پورته کړي ترڅو د سمون کمیسیون کار پای ته ورسیږي.
ده ویلي که چیرې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته نکړل شي تر لاسه شوی وخت به له لاسه ووځي او راتلونکو ټاکنو او ولسواکی ته به تر ډيره زیان ورسوي.
د فیفا اجرایي ریس وویل، د ملي شورا هم باید د ټاکنیز سمون او د ټاکنو د ځنډیدو مسله له حکومتي چارواکیو سره روښانه کړي. ده ویلي، د اساسي قانون له مخې د پارلمان دنده د چنګاښ میاشتې په لومړی نیټې پای ته رسیږي او باید ددې بنسټ کاري وخت د قانون له مخې سمون ورکړل شي.
له دې سره فیفا نن د دیارلس سوه درې نویم کال د ټاکنو په هکله خپل وروستی ریپوټ خپور کړ. په دې ریپوټ کې ویل شوې چې د تیر کال په ټاکنو کې په پراخه توګه درغلی شوي دي. ددې بنسټ د پلانونو مدیر وویل دواړو کمیسیونونو په تیرو ټاکنو کې په شپږ دیرشو برخو کې له قانون څخه سرغړونه کړې ده. ده زیاته کړې: دواړو کمیسیونونو له خپلو تګلاروهم سرغړونه کړې ده.
له دی سره فیفا ویلي د ټآکنو په لومړي پړاو کې پنځه زره پنځه سوه د ټاکنو کمیسیون کارکونکو په درغلیو کې لاس درلود او ددوی پر وړاندې غبرګون نه دی شوی چې له مخې یې د ټاکنو په دوهم پړواو کې د درغلي کونکو شمیره ترډيره لوړه شوې او یولسو زرو کسانو ته رسیدلې ده. دې څارونکي بنسټ ویلي که چیرې له دې کسانو سره قانوني چلند ونشي په ټاکنو کې درغلي به په یوه کتلور بدله شي.
