د دولت وسله وال مخالفين د تير په پرتله نويې جگړه ايزه تگلاره خپلي کړې ده، او دوي له دي تکتيک څخه د افغان امنيتي څواکونو پر وړاندي کار اخلي. د هيواد امنيتي مسولين وايي له دي سره وسله وال مخالفين له افغان امنيتي ځواکونو سره د مبارزې په برخه کي له جنايتکاره او مافيايي ډلو څخه مرسته تر لاسه کوي
د هرات ولایت امنیې قومندان (مجیدروزي) په دې وروستیو کد جنایتکاره ډلې له نیولو خبر ورکړ، چې دده په وینا د پولیسو او چاراکیو په ترور یي لاس پورې کاوه. ښآغلي روزي ویلي: جنایتکارانو دا منلې چې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان(حاجي وزیر) له لوري یي ملاتړ کیدو او په هرات ولایت کې هر پولیس منصبدار د وژل کیدو پر وړاندې یي دوی ته سل زره افغانۍ ورکولې.
ولسمشر محمد اشرف غني هم تیره ورځ په جلال آباد کې د جګړې بدلون په هکله خبر ورکړی ویلي یي دي، د دولت وسله وال مخالفین له امینتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وړتیا نلري نو له دې مخې پر ملکي وګړو بریدونه کوي.
د کورنیو چارو زارت د یوه پخواني چارواکي په آند، په افغاسنتان کې جګړې بیلا بیل اړخونه خپل کړي دي چې لامل یي په سیمه کې اوږدې تګلارې او کورنۍ جګړه دي.
دې چارواکي د وسله والو مخالفینو یوه عایداتي سرچینه نشه یي توکي ښودلي خو ویلي یي دي چې پاکستان د وسله والو طالبانو او یو شمیر نور وسله والو ډلو له اصلي ملاتړ کونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. ده له داعش سره د وسله والو طالبانو یو ځای کیدل شوني ښودلي ویلي یي دي طالبانو په هیڅ ډول اانساني معیارونو برابر نه دي.
