روسيي چارواکيو د داعش وسله واله ډله د افغانستان او سيمي لپاره لوي گواښ ښودلی دی

روسيي چارواکيو د داعش وسله واله ډله د افغانستان او سيمي لپاره لوي گواښ ښودلی دی ددي هيواد بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د داعش وسله واله ډله د خپل هيواد لوی دښمن ښودلې او د افغانستان لپاره د روسيي استازي ويلي چي دا ډله به د روان کال تر پايه د افغانستان لپاره يو لوي گواښ شي

ده ويلي تر راتلونکي کاله به د افغانستان پر وړاندې د داعش په پرتله بل کوم لوي گواښ شتون ونلري

په داسې حال کې چې د هیواد امینتي مسولینو څه موده وړاندې په هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې شتون منلی وو خو ترا اوسه هم په افغانستان کې ددی ډلې د شتون په هکله بیلا بیل ډوله نظرونه شتون لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایی: په افغانستا کې یي د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو په هکله ریپوټونه اوریدلې او کتلي خو تر اوسه دوی داسی لاسوندونه او شواهد نه دي تر لاسه کړې چې په دې هیواد کې د داعش وسله وال په عملیاتو کې له خپلو مشرانو حکم تر لاسه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند (ماری هرف) ویلي، زمونږ ډله ددې مسلې په څیړلو بوخت ده چې آیا په رښتیا هم په سوریه او عراق کې د داعش وسله والې ډلې په افغاسنتان کې فعالیت لري او ددوی موخه او تګلاره یوه ده که نه.

په کابل کې د هند سفیر ویلي: په افغانستان کې د داعش د شتون په هکله شکونه شتون لري خو له دې سره ده ویلي چې د داعش شتون د افغانستان پاکستان او هند امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي.

له دې سره روسي چارواکیو هم په افغانستان کې د داعش شتون د افغانستان او سیمې امنیت لپاره لوی ګواښ ښودلی دی. ددی هیواد بهرنیو چارو وزیر(سرګي لاوروف) ویلي، داعش د روسیې له اصلي دشمنانو څخه شمیرل کیږي او هغه په سلګونه روسان چې په سوریه او عراق کې د جګړې په موخه له دې ډلې سره یوځای شوي دي د سوریې د امینت لپاره ګواښونکي دي.

بله خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي(ضمیرکابلوف) په افغانستن کې د داعش شتون ته په نغوتې سره ویلي داسې فکر کوي چې دا ډله به په راتلونکې کال کې د افغانستان لپاره ډیری ستونزې رامنځ ته کړي. دده په وینا داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل دریځ پیاوړی کړی او د افغ انستان په د ننه کې یي د روزنې څلور مرکزونه رامنځ ته کړي دی له دې سره دوه ویلي کیدای شي د طالبانو او داعش ترمنځ نښتې هم رامنځ ته شي.

خروج از نسخه موبایل