په مقدونیا کې ۱۴ تنه کډوال تر اوګاډي لا لاندې شول

په مقدونیا کې ۱۴ تنه کډوال تر اوګاډي لا لاندې شول

د مقدونیا د کورنیو چارو وزارت وایي؛ څوارلس تنه مهاجر پرون هغه مهال یوه ټرین ووژل چې مرکز “ویلیس” ته نږدې د ټرین پر پټلۍ روان وو

په لومړینو راپورونو کې ویل شوي چې د مهاجرو یوې پنځوس کسیزې ډلې غوښتل له یوه تنګې څخه چې یوازې د ټرین او پلې تګ لار ده، تېر شي

اته تنه غیر قانونې مهاجر نیول شوي او دا مهال په ویلیس ښار کې د پولیسو په ماموریت کې بندیان دي

د مقدونیا دولتي څارنوال وایي؛ د مهاجرو اکثر کسان د افغانستان او سومالیا اتباع دي

د بالکان هېوادو له لارې غیر قانوني مهاجر لویدځې اروپا ته تیریږي

خروج از نسخه موبایل