پر یمن د سعودي عربستان بریدونه

سعودي عربستان د خلیج فارس هیوادونو د څنډې عربي او یو شمیر نورو لکه : پآکستان، مصر او مراکش هیوادونو په ملتیا پّ یمن کې یوه میاشت هوایي بریدونه تر سره کړل. خو دې عملیاتو د ریاض لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلوده. د عربانو بې هدفه عملیاتو او په دې عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل کیدو دوی تر پوښتنې لاندې راوستل او پر سعودي عربستان د بشر حقونو د نیوکې د هر وخت په پرتله ډيرې شوې.

د عدن خلیج سیمه ناامنه شوه او په ډې سیمه کې ډيری د نورو هیوادونو او سیمو وسله والو شتون ډیر کړل شو. عربستان تر اوسه هم د یمن جګړې په هکله ښکاره دریځ او موخه نلري او په دې نه پوهیږي چې ددې جګړې پایله او برخلیک به څه شي. نو له دې مخې یي ددې عملیاتو د بندیدو پریکړه وکړه خو دا پریکړه دیوې ورځې لپاره وه او په راتلونکې ورځ دا عملیات بیا پیل شول.

بله خوا حوثیانو د جګړې په څلورو سیمو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. دوی له دې سره چې د هادي منصور د پلویانو، القاعدې او یو شمیر قبایلو له وسله والو سره په جګړه بوخت وو خو ویي کولای شول د یمن په سویل، رد، عدن او تعز ښارونو کې د پام وړ پرمختګ وکړي. دوی خبرو ته د چمتوالي پر مهال هم وویل: هیڅوک نشي کولای د یمن پوځ لپاره چې په دې هیواد کې د سولې او ټیکاو د رامنځ ته کیدو په هڅه کې دي قید او شرط وټاکي دوی ویلي که چیرې د عربستان هوایي بریدونه هم ودرول شي دوی به په هیواد کې د سولې او ټیکاو د را منځ ته کولو لپاره پرمختګ ته دوام ورکړي.

عربستان د بریدونو په نیمه لاره کې په ظاهري توګه د بریا اعلان کړی دی دوی ویلي د حوثیانو ګواښ له منځه تللی او اوس د یمن ستونزې د هواری لپاره د یوې حل لارې په لته کې یو.

د عربستان شاوخوا سیمې هم له ناامنی سره مخ شوی دی. ایران د عدان اوبو ته نهه جنګي بیړۍ استولې دي ترڅو ددې سیمې ا منیت خوندي. له دې سره ا مریکا هم خپلې بیړۍ دې سیمې ته استولې دي. د یمن ستونزې له پیله مخکې ایران هیڅکله دې هیواد ته دومره نږدې شوی نه وو دا د ریاض لپاره د خطر یو زنګ وو چې د دوی په ملاتړ ایتلاف پر یمن د خپلو بریدونو د پای ته رسیدو اعلان وکړ.

عربستان نغواړي له هوایي بریدونو پرته په نورو عملیاتو لاس پورې کړي نو له دې مخې یي د عملیاتو د پای ته رسیدو پر تڼۍ ګوته کیښوده. ایران د اروپا مرکز او واشنګټن ته هم خبرداری ورکړی وو چې باید د عربستان بریدونه پای ته ورسول شي.

عربستان په دې هم ښه پوهیږي چې د یمن په جګړه کې له امریکا سره د عربي هیوادنو ملتیا سل په سلو کې نه ده تراوسه امریکا له عربو سره یواځې اسختباراتي او اطلاعاتي همکاري کړې ده. امریکا له عربستان سره د سوند په برخه کې ډیره لږه مرسته کړې. داسې ښکاري چې د یمن په جګړه کې له عربستان سره د امریکا لږه مرسته له عربستان سره د امریکا د ملګرتیا د کچې ښکارندویي کوي. د یمن په جګړه کې له عربستان سره د امریکا مرسته ریاض ته دا په ګوته کوي چې که څه هم له ایران سره یي د اټومي پلان په هکله ستونزې تر یوې کچې هوارې شوې خو اوس هم له عربستان سره خپله ملګرتیا پالي او باید عربستان د امریکا په ملګرتیا باور او اعتبار وکړي. خو که چیرې د یمن ستونزه ډیره شي او لمن یي پراخه بیا نو امریکا له عربستان سره ملتیا نه کوي بلکې یواځې د لیدونکې او څارونکي رول به ادا کوي.

ددې بهرنیو عواملو ترڅنګ د عربستان په د ننه کې هم ځینې دلایل شتون لري چې له مخې یې عربستان د یمن په جګړه کې تر ډیره بریالی نه وو. د آل سعود شهزاده ګان چې د سدیرېانو، ملک سلمان او زامنو سره یي مخالف دي په دې آند دي چې د یمن جګړې ته تګ د سعودي عربستان بهرنۍ سیاست له ګواښ سره مخ کړی دی او ریاض په عملي توګه د یمن په جګړه کې ماته خوړلې ده. دې موضع د عربستان په شاهي کورنۍ کې اختلافات رامنځ ته کړي دي او پر یمن یې د بریدونو سره مرسته.

که عربستان د ا وربند له اعلان یوه ورځ وروسته هم پر یمن برید کړی دا دلیل نشي کیدای چې یمني مشران په دې آند دي چې دوی به د یمن په جګړه کې بریالی شي.

ریاض یو ځلې بیا په برید لاس پورې کړ ترڅو دا په ډاګه کړي چې حالات ددوی په واک کې دي او دا وښيي چې په په بریا سره د یمن له جګړې راوتلي دي.

خروج از نسخه موبایل