په نيپال کي د تيري ورځې په ځمکريږد ي(زلزله) کي د مړینې شميره (۲۰۰۰)کسانو ته ورسيده
له دي هيواد سره مرستندويه بنسټونو او هیوادونو مرستي ته چمتوالی ښودلی دی
نيپالي چارواکيو ويلي. کيداي شي د مړيني شميره دري برابره شي ځکه چي تر اوسه هم ډيری کسان تر ړنگو لاندي دي
په نیپال کې تیره ورځ د ریښتر په کچه اوه اعشاریه نهه درجې ځمکریږد رامنځ ته شو او هند لومړنۍ هیواد وو چې تیره ورځ یي طبي او نور روغتیایي وسایل د یوې الوتکې په وسیله دې هیواد ته ورسول.
د هند چارواکیو ویلي په دې ډول د مرستې څو نورې الوتکې یي هم چمتو کړي چې تر نږدې راتلونکې به نیپال ته واستول شي.
امريکا، اروپایي ټولنې ، فرانسه، بريتانيا، پاکستان، چين او یو شمیر نورو هیوادونو چې مرستندویه ډلې او بنسټونه هم پکې راځي، نیپال ته یي د مرستو استولو او له ړنګو د کسانو د ژغورلو لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د ریښتر په کچه اوه اعشاریه نهه درجې ځمکریږد تیره ورځ غرمه مهال د نیپآل پلازمینه سخته ولړزوله او د دې ښآر په ګډون د نیپال ډيری ښارونو او سیمو کې یي ودانی ونړولې.
د ریپوټونو له مخې په طبعي پیښه کې یواځې په پلازمینه کتماندو کې له اوه سوه ډير کسان مړه شوي او د نورو سیمو په ګډون د مړېنې شمیره دوه زره کسانو ته رسیدلي. نیپالي چارواکیو ویلي کیدای شي دا شمیره درېو برابرو ته لوړه شي.
له دې سره له ړنګو ودانیو د ژغورنې عملیات په چتکی سره روان دي او نیپالي چارواکیو ویلي چې تر اوسه ډیری کسان تر خاورو لاندې دي او له دې سره چې تیره شپه باران وریده خو بیا هم په لسګونه زره کسانو تر اورښت لاندې شپه تیره کړه.
دې ځمکریږد د هند، بنګله دیش او چین هیوادونو ځینې سیمې هم لړزولې او هندي چارواکیو ویلي چې په دې هیوا دکې هم ۴۰ کسان مړه شوي دي. نیپال په نړۍ کې ځمکریږد ځپلی هیواد د ی او د تیرې ورځې ځمکریږد په اتیا کلونو کې ساری نه درلود. همدارنګه دیارلس غره غتونکي ددې ځمکریږد له کبله د واورې ښودینې په پیښه کې مړه شوي دي.
