په کابل کي د شهيدانو انځورونو نندارتون پرانستل شو

په کابل کي د شهيدانو انځورونو نندارتون پرانستل شو

د افغانستان د شهيدانو د وارثينو تولنيز بنسټ ريس مرتضي نيکزاد ددي نندارتون د پرانستولو موخه د شهيدانو څخه يادونه او د خاطرو په ياد پاتي کيدل ښودلې ده

د غویی اتمه نیټه د هغه شهیدانو او هیواد پاله مجاهدینو یاد را ژوندی کوی کوم چی د شوروي سرو لښکرو پر وړاندې یې له خپل سر او مال څخه تیر شول. د هغې وخت مجاهدینو په صداقت او ریښتینولی سره د تیری پر وړاندې ودریدل او ترهغې له یرغلګرو سره وجنګیدل ترڅو چې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او د شهادت مقام ته ورسیدل.

د خپلواکې ورځې ددې ګټونکیو په ویاړ د کابل په زرنګار پارک کی د یو شمیر شهیدانو انځورنو نندارتون پرانستل شوږ

د هیواد مظلومو او مخلصو شهیدانو د انځورونو نندارتون په داسې حال کې پرانستل کیږي چې ځینې فورصت غوښتونکي ډلې هڅه کوي تر څو مقدس جهاد تر پوښتنې لاندې راولي، دا یو فورصت په لاس ورکوي ترڅو د هغه کسانو یادونه وشي کوم چې د پردیو د تیري پر وړاندې ولاړ او د هیواد په پاکې خاورې یي دفاع وکړه.

خروج از نسخه موبایل