نن په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه کانفرانس جوړېږي

د وسله والو طالبانو د یوه پلاوي په ګډون نن په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه یو څېړنیز کانفرانس جوړېږي.

په دې کانفرانس کې د طالبانو د اته کسیز پلاوي په ګډون د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی، د ملي شورا یوشمېر غړي او د سیاسي ګوندونو استازي ګډون کوي.

د دې کانفرانس یوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، ویلي، چې دا کانفرانس د پګواش په نامه د یوې نړیوالې څېړنیزې ادارې لخوا جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې وه، چې دا کانفرانس په ترکیه کې جوړ شي، خو د ځینو ستونزو سره له امله لومړی دا کانفرانس څو ورځې وځنډېد او اوس د غویي په ۱۲مه، په قطر کې جوړیږي.

د کانفرانس دغه ګډونوال وایي، چې په دې کانفرانس کې پخواني جمهور رئيس حامد کرزى، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازو او د پارلمان غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

سرچینه وایي، د دې کانفرانس په ګډونوالو کې، د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په استازیتوب قاضي حکیم هم ګډون کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د کانفرانس په نورو ګډونوالو کې قطب الدین هلال، سید اسحاق ګیلاني، حاجي روح الله، فاروق اعظم، یونس قانوني، فیض الله ذکی، کریم خلیلي، قاضي امین وقاد ، معصوم ستانکزی او یو شمیر نور کسان شامل دي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم منلې، چې د دوی اته کسیز پلاوی په یاد کانفرانس کې ګډون کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه دوه ورځنی کانفرانس د شنبې په ورځ د غویي په ۱۲مه، په قطر کې جوړېږي.

مجاهد زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی ګډون كوي.

د سرچينې په وينا، په دې پلاوي كې مولوي جان محمد مدني، مولوي سید رسول حلیم ، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبد السلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حافظ عزیز الرحمن شامل دي

خروج از نسخه موبایل