د سولي عالي شورا په قطر کي پيل شوې غونډه د پخلايني په هکله د رسمي خبرو د پيليدو ښه چانس بولي وايي: دوی له اوسه په رسمي ډول د پخلايني خبرو ته په تمه دي
بله خوا د قطر چارواکيو ويلي، دوحه په افغانستان کي د سولي له تينگښت سره د مرستي هيله منده ده
په قطر کې د(افغان دیالوګ) په نامه یوه غونډه د پګواش په نامه د یوې کاناډایي موسسې له لوري په لاره اچول شوې چې نن به پای ته ورسیږي. په دې دوه ورځینې کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري یوه شل کسیز او د طالبانو له لوري یوه اته کسیز پلاوي ګډون کړی دیږ
د سولې عالي شورا دا غونډه یو تاریخي فورصت ښودلی او د پخلایني رسمي خبرو پیلیدو ته یي هم هیله مندي څرکنده کړې ده. ددې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسمعیل قاسمیار ویلي: د قطر ناسته له طالبانو سره د رسمي خبرو له پیلیدو سره مرسته کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ویلي، حکومت ددې ډول ناستو له تر سره کیدو ډیره هیله مندي نلري او طالبانو هم ویلي چې دا غونډه د سولې لپاره نه دهږ
بله خوا د منځني آسیا هیوادونو لپاره د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر(عبدالله الساده) ویلي دوحه د افغانستان د سولې له بریالیتوب سره د مرستې غوښتونکي ده. ده له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغانانو د پخلاینې خبرو د پیلیدو په هلکه آزادې خبرې کړې او دا ناسته د افغانانو ترمنځ د ستونزو کچې د کمښت په موخه په لاره اچول شوې وه.
