افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل نه دي منلي

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل نه دي منلي

د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې د اسلامي امارت په نامه د طالبانو د دفتر د بيا پرانيستې په اړه وايي افغانستان يو مشروع دولت او حکومت دى چې ولسي حکومت لري او تل به يو حکومت وي.

د قطر دوه ورځنى کنفرانس د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د شنبې په ورځ (د غويي ١٢مه) په قطر کې جوړ شوى و چې د طالبانو او د ګلبدين حکمتيار اسلامي حزب د استازو تر څنګ، د افغان پلاوي په ترکيب کې د ملي شورا، سولې شورا، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړي ورغلي وو.

د طالبانو د پلاوي يوه غړي ويلي چې په دې ناسته کې د افغانستان استازو له هغوى غوښتنه وکړه چې د اوربند هوکړه ورسره وکړي، خو د دغه غړي په وينا چې د دوى ډله به تر هغو له جګړې لاس وانه خلي چې ټول بهرني ځواکونه په بشپړه له هېواده ونه وځي.

د دې رسنيو د راپور پر بنسټ، د ناستې ګډونوالو هوکړه کړې چې طالبان دې خپل دفتر په قطر کې بېرته پرانيزي.

د طالبانو دفتر په ٢٠١٣ کال کې په قطر کې پرانيستل شو، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د مخالفت له امله بېرته وتړل شو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغان حکومت رسمي چارواکي هم د قطر غونډې ته بلل شوي وو، خو ګډون يې په کې ونه کړ.

د دغه وزارت وياند شکېب مُسغني نن په يوه خبري غوڼډه کې وويل چې دا ناسته غير رسمي وه، نو ځکه خو په کې د حکومت رسمي چارواکو ګډون ونه کړ او له افغانستان نه ورغلو شخصيتونو په کې په شخصي توګه ګډون کړى و.

نوموړي د قطر دفتر د بيا پرانيستې په اړه وويل چې د افغانستان د حکومت دريځ په ځانګړي ډول په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستې په برخه کې روښانه دى، افغانستان يو مشروع دولت او حکومت لري او ولسي ملاتړ لري، تل به يو حکومت او دولت ولري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړ چې د سولې د عملي خبرو اترو د پيل په برخه کې د افغان دولت هڅې روانې دي.

د ويلو ده چې ولسمشر اشرف غني ټينګار کړى چې په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره جدي هڅې کوي او د سولې راوستل د حکومت له بنسټيزو لومړيتوبونو ګڼل کېږي.

خروج از نسخه موبایل