د امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر په قطر کې د سولې خبرې رسمي نه وې او د حکومت استازی پکې نه و

دا په داسې حال کې ده چې په دې خبرو کې د حکومت او ملګرو ملتونو استازي هم و او هوکړه شوې چې د طالبانو سياسي دفتر به بيا پرانيستل کيږي.

د ملي امنيت شورا سلاکار وايي په قطر کې د سولې خبرې رسمي نه دي او زیاتوي په دې ناسته کې شوې هوکړې په حکومت پورې نه دي تړلي.

نوموړی وايي له طالبانو سره د ښکاره خبرو پلوي دی او دريم کس په دې خبرو کې نه مني اتمر وايي چې د سولې دروازې د هرډلي پر مخ پرانيستې دي.

بلخوا د ولسمشر وياند اجمل عابدي بيا د طالبانو د دفتر پرانيستل کيدل نه مني.

رويټرز بیا ويلي دي چې د طالبانو، حکومت او ملګرو ملتونو ۴۰ غړو په دې ناسته کې سره لیدلي دي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر په پرانیستو هم هوکړه شوې.

خو ځینې ریپوټونه وایي:« په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د طالبانو سياسي دفتر به بیا پرانيستل کيږي د طالبانو يو استازي ويلي دي چې د طالبانو اته کسيز پلاوي له حکومتي چارواکو سره مخامخ خبرې کړي دي.د افغان حکومت استازو او د ولسمشر محمد اشرف غني تره قيوم کوچي د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو ويلي دي تر هغه چې نړۍ وال ځواکونه له افغانستان څخه ونه وزي دوی به اوربند ونه کړي.»

بلخوا د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې حکومت لا هم د سولې په برخه کې مشخص پروګرام نه لري او په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيسته به نور هم د جګړې اور شعله ور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له طالبانو سره د لیدونو خبرې کيږي خو لا هم په ځينو سیمو کې نښتې روانې دي او په قطر کې حکومت په داسې حال کې له طالب استازو سره ګوري چې څه موده مخکې ولسمشر غني ويلي و چې د سولې په خبرو کې زموږ لوری پاکستان دی نه طالبان.

خو پخواني ولسمشر کرزي د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی خو وايي له پاکستان سره په اړيکو کې بايد احتياط وشي.

کرزي ويلي دي:« له پاکستان سره د اړيکو په برخه کې موږ د متقابل درناوي پلويان يو دا هغه څه دي چې موږ يي تل په لټه کې و. دا اړيکې به هغه وخت ګټورې وي چې زموږ ګاونډی ترهګري د يوې آلې په توګه ونه کاروي هیله من يو ژر تر ژره دې موخې ته ورسيږو.»

پخواني ولسمشر د ملکي وګړو مرګ ژوبله او له اسنادو پرته د خلکو بنديان کول له امريکې سره اختلافي مسايل ياد کړي دي، نوموړي له طالبانو غوښتي دي څو خلکو ته له ورکړي ځور څخه بښنه وغواړي.

کرزی وايي: « طالبانو ته مې وړانديز دا دی چې خلکو ته د ورکړي ځور له امله بايد بښنه وغواړي او افغانستان د پرمختګ لوري ته بوزي له طالب وروڼو مې غوښتنه داده چې د سولې په برخه کې بايد جوړ شي او په ګډه سره جوړه وکړو هغه وخت بیا بهرنيانو ته اړتيا نشته او بیا به طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شي.»

نوموړي وايي له امريکې سره اړيکې بايد داسې وي چې دواړه هیوادونه زيان ونه ویني.

کرزی زياتوي: « د امريکايي سرتيرو سهوې زما او امريکې تر منځ اختلافي ټکي و، غوښتل مې دوی د ملکي وګړو تلفاتو ته د پای ټکی کيږدي، له شته حکومت سره د اندونو ټکر نه لرم غواړم چې دوی سره اړيکې ولرو اوس هم له امريکې سره د ښو اړيکو په هڅه کې يم او بايد اړيکې مو په مساوي ډول سره په پام کې ونیول شي.»

له دې سره سره چې طالبان په قطر کې د رسمي دفتر غوښتنه کوي خو لا هم روښانه نه ده چې د سولې خبرو برخليک به څه ډول شي.

بلخوا طالبانو ويلي دي چې يو بهرنی هم په افغانستان کې وي خپلې نښتې ته به دوام ورکړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *