په ننګرهارکې د داعش او طالبانو ترمنځ درنه نښته رامنځ ته شوې

په ننګرهارکې د داعش او طالبانو ترمنځ درنه نښته رامنځ ته شوې

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو د خپلمنځۍ نښتې له امله د ملکي وګړو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي.

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلي لیوا مسوول جګړن شیرین آغا په خبرو کې وویل، چې نن سهار د بټې کوټ ولسوالۍ لاغرچو سیمه کې ددوه وسلوالو ډلو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې ۶ ملکي او د یوې ډلې ۵ وسلوال وژل شوي دي.

په سیمه کې عیني شهیدانو انعکاس ته وویل، چې له دواړو وسلوالو ډلو نه ۲۰ تنه وژل شوي چې لس یې د یوې ډلې دي او لس یې د بلې ډلې دي.

دوی دا هم وايي، چې ۱۰ تنو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل شوي،چې جګړه د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ شوې ده.

دواړو وسله والو ډلو په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل