برمته ګرو له ۳۱ یرغملو څخه ۱۹ تنه خوشي کړل
برمته کوونکو له هغو ۳۱ تنو څخه، چې د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې یې یرغمل کړي ول، ۱۹ تنه خوشي کړي دي.
دا کسان د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په داسي حال کې چې له ایرانه خپلو کورونو ته په دوو بسونو کې روان ول، د زابل ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې وسله والو برمته ګرو نامعلوم لور ته په مخه کړل.
د زابل او غزني د ولایتي شوراګانو رييسانو، چې د دغو یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره منځګړتوب او هلې ځلې کوي، وویل چې ۱۹ برمته نن سهار خوشي شول.
د غزني د ولایتي شورا ريیس خالقداد اکبري وویل چې دا ۱۹ تنه په جاغوري ولسوالۍ کې پرېښودل شول.
ده دا هم وویل چې اوس هڅه کېږي چې دا کسان د خوشي کېدو له ځایه د ولسوالۍ مرکز ته یووړل شي.
خو بل راپور وايي چې ۱۹ تنه خوشي شوي کسان د جاغوري ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.
د زابل د ولایتي شورا رييس عطا جان حقبیان هم د دغو کسانو خوشي کېدا تایید کړه.
ده پخوا ویلي و چې دوه برمته له برمته ګرو سره د بند په موده کې مړه شوي دي.
د غزني او زابل ولایتي ريیسان وايي چې د نورو یرغملو پر خلاصون هم خبرې روانې دي.
د افغانستان حکومت ویلي چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې ۶ ملیون ډالره لګولي دي.
طالبانو د هغو تښتونه رد کړې خو د زابل چارواکو په دې بېښه کې داعش په لاس لرلو تورن کړی دی.
