عربستان له يمن سره گډې پولي ته نږدي ډيری سرتيري ځای پر ځای کړي، په داسي حال کي چي د نن ورځې په وروستيو کي به پنځه ورځينی اوربند پلی شي
بله خوا مرسته کونکو بنسټونو ويلي، د اوربند نيټه بايد وغځول شي ترڅو دوی اړو کسانو ته مرسته ورسولی شي
د سعودي عربستان سرتیرو او د حوثي وسله والو ترمنځ تیره ورځ ګډې پولې ته نږدي سخته جګړه رامنځ ته شوې ده. حوثیانو د عربستان په جیزان او نجران ښارونو کاتیوشا ډوله توغندي توغولي او د عربستان په مشری ایتلاف هم د یمن پر صعده او حجه ښارونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
له دې سره چې عربستان ویلي، د نن ورځې له وروستیو به پنځه ورځینۍ اوربند پلی کوي خو دفاع وزارت یي له یمن سره ګډې پولې ته نږدې د درنو وسلو او ډيریو سرتیرو له ځای پرځای کولو خبر ورکړی، جنګي الوتکو صنعا، مآرب او تعز باندې هوایي بریدونه کړي دي.
