په هلمند ولايت كې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په هلمند ولايت كې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اوردو په مشرۍم تر سره شويو عملياتو کې ۱۵وسله وال طالبان وژل شو ي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره نن په راستول شوې خبرپاڼې راغلي، چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سر تېرو لخوا تر سره شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د دې ولايت د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ كې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي .
د خبرپاڼې په وينا، دغه راز يو شمېرو وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد کړى، چې په ځوابي ډزو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، همدارنګه د هلمند ولايت په موسى كلا ولسوالۍ كې د پوليسو پر پوستو هم وسله وال طالبانو ډله ييز بريد كى، چې د امنيتي ځواکونو لخوا ياد بريد په شا تمبول شوى او په پايله کې يې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په يادو عملياتو كې امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
