کابل پوهنتون چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي

کابل پوهنتون چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي

د کابل پوهنتون افغانستان کې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې شاوخوا ۲۵۰۰۰ محصلين په کې په زده کړو لګيا دي

کابل پوهنتون کې د سړک غاړې مين چاودنې له کبله د پوهنتون دوه استادان ټپيان شوي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د امنيت مسول حميدالله منګل وويل چې مين د کابل پوهنتون د ساينس او شرعيات پوهنځي ته نژدې ځای پر ځای شوی و.

ده وويل د چاودنې په وخت کې محصلين په پوهنتون کې نه وو او د پوهنتون ودانۍ ته هم کوم زيان نه دی رسېدلی.

ښاغلي منګل وويل پوليس د پوهنتون دننه ځای پر ځای شوي دي او د پېښې په اړه پلټنه کوي.

تراوسه کومې ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د کابل پوهنتون افغانستان کې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې شاوخوا ۲۵۰۰۰ محصلين په کې په زده کړو لګيا دي.

د کابل پوهنتون د ننوتولو دری دروازې لري چې هره دروازه کې له شپږو تر لسو پوليس په ساتنه بوخت دی او هر څوک چې پوهنتون ته ننوڅي تلاشي کېږي.

خروج از نسخه موبایل