په اروزګان کې ۴۲ پولیس د جګړې پر مهال نادرکه شوي

په اروزګان کې ۴۲ پولیس د جګړې پر مهال نادرکه شوي

په ولسي جرګه کې دروزګان د خلکواستازي عبدالله بارکزی  دټېلفون په لیکه وویل، چي د دې ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د جګړې له پېله تراوسه ۴۲ تنه پولیس نادرکه شوي او تردې مهاله یې هیڅ ډول معلومات له چا سره نشته.

نوموړي زياته کړې، چې د شاوخوا ۱۰ ورځو جګړو راهیسې زيات شمېر پوستې هم د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي دي.

هغه يې د پوستو له بېلګې یو د دهراوت ولسوالۍ پورې اړوند پوسته بولي، چې په وينا يې وسله والو طالبانو ته د پولیسو له رنجرو سره يوځای يې سقوط کړی.

د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکریم کرمي وویل، چې له تېرولسو ورځو را په دیخوا ۷ امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي.

د دهراوت ولسوالۍ امنيه قومندان نورزی بیا وایي، چې دوی د اکمالاتو د نه کېدو له وجې له ۱۴ پوستو څخه خپل پرسونل ایستلي دي اوپستې یې پرایښي دي.

نورزي وایی چي پولیسوته کوم زیان نه دي رسیدلي، خو ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

اخوا بیا د ارزګان ولایت د مقام نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له تېرو څلورو ورځو را په ديخوا د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کې ۱۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۴۶ تنه نور ژوبل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې جګړه کې اوه تنه پولیس هم وژل شوي.

د روزګان پر نورو امنيتي پوستو د طالبانو ډله ییز بريدونه

تازه رارسيدلي راپورونه وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د روزګان مرکز ترینکوټ او د دې ولایت په خاص ارزګان، شهید حساس ولسواليو اوځېنو نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم کریم سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالۍ په سنګر سیمه کې ۷ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي او د دې نښته کې ۱۴ سربازان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره د دې امنيتي پوستو قومندان هغه مهال چې ټول همکاران یې ووژل شول ځان وژنه یې وکړه.

په ورته وخت کې د شهید حساس ولسوال نن سهار د سړک غاړې په یو ماین وبرابر شو او و ژول شو.

دغه ولسوال پرون ورځ سلام وطندار ته په خبرو کې ویلي و، چې له هلمند ولایت سره په ګډه پوله کې ۶ امنیتي پوستې د کافي امنیتي ځواکونو د نشتوالي له امله پرېښې دي.

د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب سلام وطندار ته وویل چې وسله والو طالبانو د چغک او بلوچي سیمو کې پر امنیتي پوستو حمله کړې ده، او تر دې مهال په دې نښته کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، د روزګان ولایت په مرکزي ولسوالیو کې دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

له پنځو ورځو راهیسې په جنوبي سیمو کې په ځانګړې توګه د ارزګان په ولایت کې سخته جګړه روانه ده.

په جګړه کې د دولت امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو له دواړو لورو رسنیو ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره کیږي.

دا چاره د دې ښکارندويي کوي چې هیڅ لوري هم کره شمیر نه ده په ګوته کړې.

خروج از نسخه موبایل