په اروزګان كې ۱۵۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په اروزګان كې ۱۵۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه ایز چارواكي وايي، په ارزګان ولايت کې د څلورو ورځو جګړو له كبله ۱۱۲ وسله وال وژل شوي او ۴۶ نور ټپيان شوي دي.

د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چې وسله والو طالبانو له څلورو ورځو راهيسې د ارزګان د مرکز په ګډون د ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

د هغه په خبره، له دې كبله د رامنځته شويو نښتو په ترڅ كې ۱۱۲ وسله وال وژل شوي او ۴۶ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي په دې نښتو كې د ۷ پوليسو د وژل كېدو او ۷ نور د ټپي كېدو پخلى هم وكړ.

ناياب وايي، چې اوس مهال د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون په چارچينو، خاص ارزګان، دهراود او چنارتو ولسواليو کې د امنيتي وضعيت د كنټرول په هدف چاڼيز عمليات روان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل