د افغانستان بانک سرپرست(خان افضل هډه وال) وايِي: د ډالر پر وړاندي د افغانۍ د بييي ټیټوالي لند مهالی دی او پر بيو اغيزه نشي کولای. دوی ويلي، د ډالر بيه په نړيواله کچه لوړه شوي او حتي يورو او پوند هم د ډالر پر وړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی
په تیرو لسو ورځو کې دډالرو پروړاندې د افغانۍ بیه په بې ساري توګه ټیټه شوې ده او دیوه ډالربیه یو شپیتو افغانیو ته رسیدلې.
ښاغلي هډه وال ویلي: اوضاع ددې بانک په اداره کې ده او کولای شي د افغانۍ ارزښت کنترول کړي. دوی زیاته کړې، د بانک د خپلو ذخایرو له مخې په بازار کې رامنځ ته شوي کاذب نرخونه کنترول کړي دوی ویلي افغانۍ باید د اړتیاوو له مخې ثبات تر لاسه کړي.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، دا بانک پولي سیاست لري او د پیسو نړیوال صندوق هم منلی دی. له دې مخکې داسې اندیښنو شتون درلود چې د پولي سیاست د نشتون له کبله افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان بانک ویلي: سوداګر باید د افغانۍ له بیه ناوړه ګټه وانخلي ځکه چې د توکیو پر بیه اغیزه نکوي.
