د خوست په یوه جومات کې چاودنه شوې

د خوست ولايت په مرکزي جامع جومات کې د چاودنې له امله د درېيو زده کوونکو په ګډون يو شمیر کسان  ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه د غبرګولي په ٥مه، د غرمې  شاوخوا دوولس  بجې شوې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل چې په دې چاودنه کې دوه زده کوونکي او دوه لويان  ټپيان  شوي دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وباله او ويې ويل چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

خو ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې په دې چاودنه کې د درېيو زده کوونکو په ګډون ٨ تنه ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د چاودنې موخه ددې ولايت د حج او اوقافو رييس و، هغه د چاودنې پر مهال په جومات کې  و، خو له چاودنې روغ وتلى دى.

سرچينه وايي، چې پخوا د حج او اوقافو رياست په دې جومات کې و، خو په دې وروستيو کې له دې ځايه لېږدول شوى دى.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه د جومات په چمن کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده.

د سميع الله په نامه د پیښې يوه عيني شاهد وويل چې د غرمې په دوولسو بجو ښوونځي رخصتيږي او يو شمېر زده کوونکي له دې جومات څخه تیريږي.

خروج از نسخه موبایل