په ايران کي د ټولو افغان کډوالو شتون قانوني کيږي
د کډوالو چارو وزير، چي تيره اونۍ يي په څلور اړخيزه ناسته کې د ګډون په موخه ايران ته سفر کړی وو نن وويل: ايرانيانو د افغان کډوالو له قانونيت او په ايراني ښونځيو کي د افغان ماشومانو د زدکړو له تر لاسه کولو سره هوکړه کړې ده. له دي سره ښاغلي عالمي بلخي له کډوالو سره د ۱۶۶ ميليونو ډالرو له مرستي هم خبر ورکړی دی
تیره اونۍ په تهران کې، د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې په ګډون څلور اړخیزه نا سته تر سره شوه. دا ناسته د افغان کډوالو د حالت څرنګوالي او خپل هیواد ته ددوی د ګرځیدو د څرنګوالي په تړاو په لاره اچول شوې وه. د کډوالو چارو وزیر نن وویل: په دې ناسته کې له هغه کډوالو سره پر ډیرې مرستې، چې په خپله خوښه هیواد ته ستانه کیږي ژمنه وشوه او ټاکل شوې په دې هکله له مرسته کونکو هیوادونو سره خبرې وشي.
د کډوالو چارو وزیر په وینا، ځینې مرسته کونکو هیوادونو له دې پریکړې سره هوکړه کړې ده او له نورو هیوادونو سره خبرې پیلیږي. دوی زیاته کړې: که چیرې دا پلان پلی شي، هیواد ته له بیرته راستنیدونکې کورنۍ سره به درې زره ډالره مرسته کیږي. دوی ویلي دا مرستې به له کډوالو سره له ځای پر ځای کیدو وروسته، د بوختیا رامنځ ته کولو او کورنو د رغولو په موخه وشي.
ښاغلي بلخي ویلي: ایراني چارواکیو ژمنه کړې چې افغان کډوال به قانوني کیږي او هیواد ته په خپله خوښه د ګرځیدو لپاره به دوی لاره هواروي.
له دې سره د کډوالو وزیر په ایران کې د افغان ماشومانو لپآره د زدکړو تر لاسه کولو لویه لاسته راوړنه وښوده وویل: ایرانیانو ژمنه کړې چې په راتلونکې کال کې به هیڅ یو افغان ماشوم د زدکړو له نعمته بې برخې نشي. ویل کیږي اوس مهال درې سوه پنځوس زره افغان ماشومان په ایراني ښونځیو کې په زدکړو بوخت دي.
مخکې له دې ایراني رسنیو دډې هیواد په ښونځیو کې دافغان ماشومانو د زدکړو په هکله د آیت الله خامنه اي حکم خپور کړی وو. په دې حکم کې ویل شوي وو: هیڅ یو افغان ماشوم که قانون او یا غیر قانوني کډوال وي باید په ایران کې له زدکړو بې برخې پاتې نشي.
