له ترهگرۍ سره مبارزه د سيمي هيوادونو له همکاري پرته ناکامه ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له دي سره ويلي، که چيري له ترهگرۍ سره مبارزه ريښتینې وی بايد د سيمي هيوادونو سره پر همکارۍ او همغږۍ پيل شوې وی
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې چین ته سفر کړی، ددې هیواد له مرکزي ټلویزیون سره یي په مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې نیوکه کړې. دوی په هیواد کې د ناامنیو د ډيرښت په هکله پوښتنه کړې چې، “آیا مونږ اوس په امن کې یو که له ترهګری سره له مبارزې مخکې مصونه وو؟”
د پخواني ولسمشر په وینا، له لسو د ډيرو کلونو په تیریدو سره افغانستان اوس هم د جګړې ډګر دی، د هغه جګړې چې تر اوسه یي پآیله نه ده روښانه. په ظاهري توګه ښآغلي کرزي له ترهګری سره په مبارزه کې د ګډو هیوادونو فعالیت ته د شک په سترګه کتلي ویلي یي دي: که چیرې د ترهګرۍ پر وړاندې دا جګړه ریښتینې وی باید د سیمې هیوادونو سره په همغږۍ، همکارۍ او مشورې پیل شوې وی. دوی له دې سربیره چې په سیمه کې ځواک ډیر دی، تکنالوژۍ پرمختګ کړی او انساني ځواک هم په لوړه کچه دی، زیاته کړې، امریکا او لویدیځ هیوادونو د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په تړاو باید له سیمه ایزو هیوادونو سره مشوره کړې وی.
له دی سره دوی ویلی د سیمی هیوادونو له همکاری پرته به د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه ناکامه وي.
ښاغلي کرزي له دې سره چې د لویدیځو هیوادونو او امریکا د سرتیرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ویلی یي دي، اصلي پوښتنه داده چې د جګړې نتیجه او لاسته راوړنه څه ده؟ دوی زیاته کړې: “مونږ دا قانوني حق لرو چې پوښتنه وکړو او دا کار مون د خپلې واکمنۍ پر مهال او له هغې وروسته کړی دی.”
پخوني ولسمشر ویلي: مونږ په افغانستان کې د ا مریکایي او ملګرو هیوادونو د سرتیرو د شتون پلویان یو، خو باید امریکا او لودیځ هیوادونه په افغانستان کې سوله له څان سره ولري، افغانان ځواکمن کړي نه دا چې د افغانستان یوالي او خپلواکۍ ته زیان ورسوي.
