هند، چین او روسیې پر افغانستان خبرې وکړې
هند، چین او روسیې د افغانستان پر حالاتو او د سیمه ییزو همکاریو پر لرلید خبرې وکړې.
پر دې مسلو پرون په نوي ډیلي کې د درو هیوادونو د ملي امنیت مرستیال سلاکارانو خبرې وکړې.
د هند د ملي امنیت شورا دارالانشا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د درو هیوادونو چارواکو د افغانستان د حالاتو او د سیمه ییزو همکاریو په اړه نظرونه تبادله کړل. دوی موافقه وکړه چې له یو بل سره به په درې اړخیز چوکاټ کې په دې نیت تماسونو ته دوام ورکوي چې سیمې ته سوله او ثبات راشي.
دا پر دې موضوع د درو هیوادونو دوهمه غونډه ده.
لومړۍ غونډه د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د یچن په پلازمېنه پیکینګ کې شوې وه.
