ملي دفاع وزارت د ۹۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۹۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په ګډو تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۹۳ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، لسګونه تنه ټپيان دي او ۷ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه ځمكني او هوايي عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د بدخشان، پكتيا، اروزګان، پكتيكا، خوست، بادغيس، سرپل، غزني، كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او د سړك غاړې ماين چاودنو كې د ملي اردو ۹ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل